د بلخ ولایت د فردوسي په کتابتون کې د یو شمېر ځوانو عکاسانو له لوري د «فلشبک» په نوم د انځورونو نندارتون جوړ شوی دی، چې په دې نندارتون کې کېښودل شوي انځورونه بېلا بېلې سوژې خلکو ته ورپېژني.
زړه راښکونکی هغه یې د قیس عصیان بلخي د انځورګرۍ اثار دي، چې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د عکاسۍ نندارتون جوړونکو ځوانانو او نجونو وویل، دوی هیله مند، چې په افغاني ټولنه کې د عکاسي هنر دود شي او له دې لارې خپل کلتور معرفي کړو.
دغه انځورګر وايي، چې ډېر ژر به د بلخ ولایت د انځورګرو د عکاسۍ هنري اثارو د انځورونو غرفه جوړه کړي.
دوی وايي، چې په دې کار سره غواړي خلک د عکاسۍ له هنر سره اشنا کړي.
د دې نندارتون یو تن جوړونکی انیل عصیان وویل، چې د عکاسۍ هنر د غرفې جوړولو څخه یې موخه د دې هنر ارزښت ته پراختیا ورکول دي.د دغه نندارتون د عکاسۍ په اړه قیس جلال راغلیو کسانو ته لارښوونه کوله.
نوموړي راغلو کسانو د عکاس د خلاقیت په اړه وویل، چې عکاس دا توانمدي لري، چې عناصر یو انځور کې ورګډ او یا ترې وباسي.
خو په ورته وخت کې نصیر ناندرتال د عکاسۍ په دې نندارتون نیوکه کوي او وايي، چې نندارې ته کېښودل شوي انځورنه ټول له یوې زاوې لیدل کېږي.
نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې باید نندارې ته راوړل شوي هنري اثارو تنوع لرلای.
شاعر حسن اذرمهر په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې د دغه ډول نندارتونو په جوړلو سره ځوانان له افراطیت څخه نوښت ته مخه کوي.
د یادونې وړ ده، دا دریم نندارتون دی، چې به بلخ ولایت کې د ځوانو انځورګرو له خوا جوړیږي.
د انځورنو «فلشبک» نندارتون به درې ورځې د لیدونکو له پاره پرانیستل شوی وي.





