له افغانستانه د ۷زرو سرتېرو احتمالي وتل

په ورته وخت کې امریکايي چارواکیو «اېن بي سي» تلوېزیون ته ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي له افغانستانه د ګڼ شمېر امریکايي ځواکونو بېرته ایستل وارزوي.

د د پنټګان د چارواکیو په وینا، لا هم کومه پرېکړه نه‌ده شوې؛ خو اټکل کېږي چې دا پلان د نوي زېږدیز کال له پیلېدو لږ وروسته ولسمشر ته وسپاري.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر ټرمپ به راتلونکیو څوو میاشتو کې له افغانستانه ۷ زره عسکر وباسي.

د امریکا ځېنو چارواکیو دغه څرګندونې داسې وخت کې کړي چې ولسمشر ټرمپ یوه ورځ مخکې سوریې څخه د امریکایي عسکرو د بېرته را ایستلو اعلان هم وکړ.

له سوریې د امریکايي ځواکونو د اېستلو په هکله د ډونلډ ټرمپ پرېکړه په کور او بهر له نیوکو سره مخ شوې‌ده.

له‌دې پرېکړې یوه ورځ وروسته د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس استعفا کړې‌ده.

ښاغلی متیس افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ساتلو باوري و او دا ځواکونه یې سولې ته د رسېدلو له‌پاره د ډيپلوماټیکو هڅو په پرمختګ کې مهم بلل.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قوماندانۍ د امریکايي ځواکونو د خروج په اړه له تبصرې کولو ډده کړې ده.

امریکا دا مهال په افغانستان کې نږدې ۱۴ زره سرتېري لري. ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو مخکې هم د افغانستان د جګړې مخالف و؛ خو د خپلو جنرالانو په هڅونه تېر ۲۰۱۷ز کال کې د د دې جګړې اوږدولو ته تیار شو.

دا راپورونه داسې مهال خپریږي چې د امریکا او طالبان استازي د جګړې د پای ته رسولو په موخه په مخامخ خبرو بوخت دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام