
د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت هزارهګانو ته خبرداری ورکړی، که د دې ډلې ملاتړ ونه کړي، وبه یې وژني.
د غور د ولایتي شورا غړی محمد مهدوي د لعل او سرجنګل ولسوالي په یوشمېر سیمو کې د طالبانو د فعالیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د دې ډلې وسلهوالو د دې ولسوالي د سه کجک سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې عشر او زکات ورکړي او ترڅنګ یې باید له دې ډلې سره یوځای شي، کنه وبه یې وژني.
مهدوي په دې ولسوالي کې د مدیریت نه موجودیت او د امنیتي ځواکونو د کموالي په اړه اندېښمن دی او وايي، که دولت دغو سیمو ته پام ونه کړي، ډېر خلک به ووژل شي.
د هغه په وینا، طالب ډلې تازه د یادې ولسوالي په سرجنګل سیمه کې یو کس وژلی او بل یې هم ټپي کړی دی. د نوموړي په وینا، طالبانو یو کس له ځانه سره بیولي چې برخلیک یې روښانه نه دی.
د غور د پولیسو د رسنیز دفتر سرپرست عبدالسمېع نژاد هم وايي د دې ولسوالي شپږ سیمې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي.
د غور محلي مسوولانو او چارواکو تر اوسه د دغه ولایت د اوسېدونکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
لعل او سرجنګل ولسوالي د غور ولایت د مرکز په ۱۵۰ کیلومتري کې پرته ده چې طالبان کله ناکله پرې بریدونه کوي.
طالبانو بیا له سلاموطندار سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي چې یاد لیک په دوی پورې اړه نه لري.





