تېره شپه ناوخته (حمل ۳مه) یوولس نیمې بجې د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د هفت آباد په سیمه کې د مخ پټو وسله والو له خوا د ملکي وګړیو پر موټرو ډزې شوې دي.
د میدان وردګ ولایت سرپرست والي عبدالمجید خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګ ولایت په هفت آباد سیمه کې سپين پوښو وسله والو د ملکي وګړو پر موټرو ډزې کړي، چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي .
د ښاغلي خوږیاڼي په خبره، سپین پوښو مخ پټو وسله والو په یوه وخت کې پر درېيو موټرو، ۳۰۳، مازدا او ټیوټا باندې ډزې کړي دي.
د خوږیاڼي په خبر، په موټر کې ټول سپاره کسان ملکي وګړي وو، چې له کابل نه د غزني پر لور روان وو.
د میدان وردګو ولایت د امنیتي مسوولینو په وینا، د دغو سپين پوښه مخ پټو وسله والو د پیدا کولو په تړاو پلټنې روانې دي.
تر اوسه لا کومې وسله والې ډلې د پېښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کابل – وردګ لویه لاره هر کال د پسرلي په موسم کې د ناامنیو له امله له دغه ډول برخلیک سره مخ وي. په وروستیو څو کونو کې پر دغه لاره زیات شمېر مسافرین د وسله والو د ډزو او زور زیاتي له امله وژل شوي دي.





