
د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، طالبانو د اختر په درېیمې د ورځې ۱۰ بجې د قرهباغ او اندړ ولسوالیو په ځېنو پوستو بریدونه کړي دي په دې برید کې یې د ملي اردو ۶ منسوبین او یو عراده هاموي زغرهوال موټر له ځانه سره وړي دي.
ښاغلي نوري وايي، حکومت د دیني عالمانو او قومي مخورو په مرسته هڅه کوي دغه تښتول شوي کسان راخوشې کړي. نوموړي وايي، د ولسمشر لهخوا د اوربند اعلان ته په درنښت افغان امنیتي ځواکونو بلالمثل عمل کړی نهدی.
د غزني د والي ویاند وویل، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د اندړو ولسوالۍ شاخک او ناني کلیو پر پوستو، د قرهباغ ولسوالۍ پر مشکان پوستو او ګیرو ولسوالۍ پر ځېنو دفاعي پوستو بریدونه کړي دي چې امنیتي ځواکونو په شا وتمبول.

تراوسه پورې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
حکومت د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې نېټې د طالبانو پروړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړی و چې طالبانو یوازې د اختر په درې ورځو اوربند هوکړه وکړه. اوسمهال حکومت ۱۰ ورځې نور هم د اوربند موده غځولې، طالبانو د درېیمې ورځې اوربند په ختمېدو پر امنیتي ځواکونو بریدونه پيل کړل.





