چارواکي وايي، د هیواد جنوب لويديځ ته پروت زابل ولایت کې د ښوونې او روزنې په برخه کې تر پخوا زیاتې ستونزې رامنځته شوې دي.
دوی زیاتوي، چې د همدې ستونزو له امله ۷۰ زره زده کوونکې چې ۳۰ سلنه یې نجونې دي ، چې د ښوونځيو دروازې یې پر مخ تړلې دي.
دغه خبره د زابل ولایت د پوهنې رييس رحیم الله لودین نن سه شنبه د (اګست په ۱۸مه) په کندهار کې له خبریالانو سره وکړې.
لودین وايي، چې د دغه ولایت په پنځو ولسواليو (خاک افغان، دایچوپان، شملزي، اتغر او نوبهار) کې په نوم سره یو ښوونځی نه شته.
د ده په خبره، زابل ته په تشکیل کې ۲۴۰ بابه ښوونځي ورکول شوي دي، خو د ځېنو ستونزو له امله يې ۱۴۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
لودین دا د ښوونې او روزنې د بنسټونو له مخې یوه ستره نیمګړتیا ګڼي، چې په یو ولایت کې ۸۰ سلنه ښوونځي ودانۍ ونه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې یا په خېمو کې زده کړه وکړي.
د سلام وطندار د خبریال د معلوماتو له مخې ناامني، د مسلکي ښوونکو کمښت او په دې اړه د ځېنو اړوندو ارګانونو د همغږۍ نشتوالی، هغه خنډونه دي، چې له امله یې په زابل کې تر ۱۰۰ زیات ښوونځي تړل شوي او د هېواد د راتلونکي نسل د زده کړې مخه یې ډپ ده.
د زابل د پوهنې ریاست مسولان وايي، که چېرې د خلکو همکاري ورسره ملګرې شي او د وزارت له خوا ورته ځانګړې شوې بودیجه د زیاتوالي ترڅنګ پر وخت ور ورسېږي؛ کولای شي، چې د ښوونیز بهیر مخه ته ځېنې پراته خنډونه له منځه یوسي.
ښاغلی لودین دا هم وايي، که خلک په هره سیمه کې ښوونځی غواړي؛ دوی چمتو دي، چې ښوونځی ورته جوړ او امکانات ورکړي.
د زابل ولایت د پوهنې رییس هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست د یو شمېر مسولینو تنخواوې د وسله والو طالبانو جېبونو ته لوېږي.
نوموړی وايي، هر څوک چې په دولتي دنده مقررېږي؛ مکلف دی، چې ټول اداري اصول عملي کړي او له تاييد وروسته ورته معاش حواله شي.
د زابل ددغو ولسواليو ترڅنګ دهیواد په نورو ولایتونو کې هم د ښوونې په برخه کې غټې ستونزې شته، چې له امله یې د زده کړو بهیر ټکنی شوی، ددې یوه بېلګه د لوګر خروار ولسوالي هم یادولی شو، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې یې یو زده کوونکی له ۱۲ ټولګي نه فارغ شوی و او هغه هم د کانکور ازموینې ته د تګ پر مهال په بمي چاودنه کې وژل شوی و.
خروار ولسوالۍ کې ټول ۱۱ ښوونځي وو، چې له جملې یې شپږ ښوونځي تړلي او د پاتې نورو دروازې هم تش په نوم پرانېستې دي.
تر اوسه د ښوونې او روزنې وزارت په زابل ولایت کې د ۷۰ زره زدکړو د د سرنوشت په اړه څه نه دي ویلي.





