د ولسمشر ویاند اجمل عبېد عابيدي سلام وطندار ته وویل، د سولې خبرو اترو په اړه د اشرف غني دريځ روښانه دی.
نوموړی وايي، چې ولسمشر غني ویلي د سولې په تړاو هر راز خبرې اترې به د افغان ولس سره شريک کيږي.
دی زیاتوي، چې تر اوسه د سولې په تړاو په هیڅ هېواد کې د طالبانو او د دولت مخالفو وسله والو سره د افغان حکومت له لوري کومې رسمي یا نا رسمي خبرې اترې نه دي شوي.
له دريو اونيو را په دې خوا د نړېوالو او داخلي رسنيو له لوري داسې راپورونه خپريږي، چې ګواکې له هېواده بهر په قطرعربي هېواد کې افغان دولت او طالبانو سره د سولې خبرې اترې پېل شوي دي.
خو دغه راپورونه بيا د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې عالي شورا له لوري په کلکه رديږي.
همدا راز تېره ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په روانه اونۍ کې به طالب چارواکي د سولې خبرو اترو لپاره کابل ته راځي او په هېواد کې دننه به د افغان حکومت سره د سولې په اړه وغږيږي.
خو اجمل عبېد عابيدي وايي، چې په دې اړه به جزيات وروسته په ډاګه شي.
تېره ورځ په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېټې غړي قاري دین محمد یوې ترکي رسنۍ ته ویلي، چې ممکن په راتلونکي اونۍ کې به دوی په کابل کې د سولې خبرې اترې پېل کړي.
اناتولي ترکي خبري اژانس زياته کړې، ملامحمد عمر افغان حکومت سره د خبرو پر مخ وړلو له پاره د خپلو استازو د نومونو په مشخص کولو سلا مشورې کوي.
خو د سولې عالي شورا مرستيال عبدالحکيم مجاهد سلام وطندار ته وویل، چې د یادو خبرو اترو په اړه تر دې دمه د سولې عالي شورا په جريان کې نه ده.
مجاهد وايي، د سولې خبرو اترو په اړه ټول اړخونه لېوالتيا لري،" خو تر اوسه هيڅ راز رسمي او نا رسمي خبرې اترې نه دي شروع شوي او نه کوم ځای او نه هم نېټه ټاکل شوې ده.. "
ژورنالیست او دچارو شنونکی محمد حسن حقيار وايي، تر اوسه يې داسې څه نه دي اورېدلي، چې ګوندې په کابل کې به مذاکرات پېل شي، خو د نوموړي په وينا داسې خوځښتونه پېل شوي، چې دواړه لوري د مذاکراتو ميز ته کېنوي.
نوموړي زياته کړه "څومره چې زه طالبان پېژنم او د دوی له موقفه خبر یم، دومره ژر او داسې بې قېد او شرطه او هغه هم افغانستان ته راتګ ته به زړه ښه نه کړي."
د حقیار دمعلوماتو پر اساس د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره کار روان دی او داسې منځګړي هم شته، چې هم طالبان او هم امریکایان خبرو ته رامات کړي.





