
دغه برید نن سهار وختي شاوخوا ۳ بجې پیل شو. د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري رسنیو ته وویل چې ۵ بریدګرو د کابل ښار لوېدیځه څنډه قرغې سیمه کې د ۱۱۱ فرقې پر یو کنډک برید کړی و.
د سرچینې په وینا په برید کې ۱۱ حکومتي سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه چې دوو بریدګرو ځانونو ته چاودنې ورکړي دوه نور له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او یو بریدګر امنیتي ځواکونو نیولی او برید شاوخوا ۱۰ بجې پای ته رسېدلی دی.
دی وایي په دې وسلهواله نښته کې ۴ کلاشینکوفونه او یو د ځانمرګي برید واسکټ د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په وروستیو دوو اونیو کې درېیم ځانمرګی برید دی چې په کابل ښار کې ترسره کېږي او درنه مرګ ژوبله پرځای پرېږدي.
د برید مسوولیت داعش ډلې اخیستی دی.





