.jpg)
د ولسمشر ویاندوی دفتر ځای ناستي مشر شا حسین مرتضوي سلاموطندار ته وویل، دقیق هغه وخت رارسېدلی چې سوله باید د جګړې په ډګرونو کې ترلاسه شي او طالبان منزوي او مات شي دغه راز نابود شي.
له دې مخکې ولسمشر یوې خبري غونډې ته ویلي و، طالبان باید د سولې له محدود فرصته ګټه واخلي. د ښاغلي مرتضوي په وینا طالبانو کابل کې په خونړیو بریدونو او د بېګنا ولسي وګړو په وژلو له سرې کرښې واوښتل.
د مرتضوي په وینا نړیوال د ترهګرو پرضد عملي ګامونه پورته کوي او طالبان به له منځه یوړل شي. او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه دغې ډلې ته مرګونی ګوراز ورکولی شي.
د ارګ له دې څرګندونو مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي طالبان بېګنا خلک وژني نو ځکه امریکا ورسره خبرې اترې نه کوي.
ټرمپ دغه راز وايي، هغه کار به وکړي چې نورو نه دی کړی.
.jpg)
اخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:«جګړه به یوازې د جهادي غبرګون څپې توندې او د امریکایي پوځیانو د سر او مال زیان به څو برابره زیات شي او په وینا یې روان جهاد ته د اشغال پای ته رسېدو په مقصد دوام ورکوي.»
په همدې حال کې د سولې عالي شورا غړی عطاالله لودین وایي د دولت وسلهوالو مخالفینو د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره خبرې غوښتې؛ خو دا دی امریکایانو هم د نه ځواب ورکړ.
عطاالله لودین وویل، د سولې عالي شورا پرېکړه دا ده چې له وسلهوالو مخالفینو سره د مذاکراتو لهپاره هېڅ ډول پېش شرط نه لرو او شرطونه به هغه وخت را منځ ته کېږی کله دواړه لوري د مذکراتو مېزته کیني.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سولې عالي شورا مشرتابه پلاوي په وار وار ویلي که طالبان د سولې خبرو په اړه د دوی وړاندیز ته مثبت ځواب نه ورکوي مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي او ولس هم دغه قضاوت کولی شي.





