د سنچارک د سقوط په اړه د ولسوال خبرداری

د سرپل ولایت سنچارک ولسوالي له سقوط سره مخ ده.

د سرپل ولایتي شورا وکیل اسدالله خرم سلام وطندار ته وویل چې طالبانو نن سهار د سنچارک ولسوالۍ په ختیځو کلیو (تبیر او تفای‌خواجه) کې ۴ پوستې له پولیسو سره له مقاومته پرته نیولې او سوځولې دي.

د هغه په خبره، طالبان د دې ولسوالۍ تر دوو کیلو مترو پورې رسېدلي، یوازې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ ودانۍ د پولیسو په ولکه کې دي.

ښاغلی خرم خبرداری ورکوي، که دې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي؛ ولسوالي سقوطېږي.

د سانچارک ولسوالۍ نقیب‌الله دقیق د دې خبر په تایید سره وایي چې همدا ګړۍ د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او طالبانو له څلورو ولسوالیو، غور او جوزجان نه هم وسله‌وال کسان ورغوښتي دي.

د سنچارک ولسوال هم خبرداری ورکوي او وايي، که امنیتي مسوولان ژر تر ژر په‌دې اړه لاس په کار نه‌شي؛ طالبان به دا ولسوالي ونیسي.

طالبانو تر دامهاله په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ورته‌ مطالب:

د سرپل په سانچارک عملیاتو کې د ځايي خلکو تلفاتو شمېره لوړه شوې

طالبان سرپل کې له خلکو باج اخلي

سرپل؛ طالبانو ۴۰ کورونه لوټلي او ویجاړ کړي

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام