“د کابل پېښې نه څيړل ناوړه پایله له ځانه سره لرلی شي”

د مشرانو جرګې مرستیال محمدعالم ایزدیار افغان‌حکومت ته خبرداری ورکوي، که چېرې  د کابل چاودنې او له هغې وروسته پیښې ونه څیړل شي نو ناوړه پایلې به ولري.

هغه د مشرانو جرګې په نننۍ ( یکشنبې ۱۸ جون) عمومي غونډه کې، چې د غونډي مشري يې هم کوله پر حکومت سختې نیوکې وکړلې.

مشرانو جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزارت معین او د کابل ګارنیزیون یو چارواکی په کابل کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو او پر معترضینو د ډزو په اړه د ځواب ویلو له‌پاره  وربللي وو.

غونډه کې یو شمیر سناتورانو پر امنیتي مسوولینو سختې نیوکې وکړي او له حکومته يي وغوښتل چې کابل ښار کې درنه چاودنه او له هغې وروسته پیښې په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

په کابل کې له درنې چاودنې وروسته یو شمېر کسانو لاریون وکړ چې بیا وروسته دغه لایون په تاوتریخوالي واوښت او د پولیسو او معترضینو ترمنځ نښتو کې ۶ کسان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول .

حکومت ژمنه وکړه چې په دې اړه به ټول اړخیزې څیړنې وکړي.په وژل شویو کې د محمد علم ایزیار زوی هم وو چې د جنازې په مراسمو کې یې ځان مرګه بریدونه وشول او مرګ ژوبله یې پرځای پرېښوده.

لويې څارنوالۍ چې د دې پیښو د څیړنې مسوولیت پرغاړه لري په دې اړه یې تراوسه د کابل  ګارنیزیون قوماندان ګل نبي احمدزي او د کابل امنیه قوماندان جنرال حسن شاه فروغ دندې ځنډولې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام