طالبانو په غزني کې ۶ پوستې سوځولې دي

د غزني ولایتي شورا رییسې لطیفې اکبري سلام وطندار ته وویل چې طالبانو بېګاه د دې ولایت جغتو ولسوالۍ په قیاق سیمه کې د پولیسو پر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي او ۶ پوستو ته یې اور اچولی.

خو د غزني امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امنیتي ځواکونو بېرته پوستې نیولې او د ۳۰ طالبانو په وژل کېدلو او ۱۵ په ټپي کېدلو بېرته له پوستو په شا شوي‌دي.

د غزني په ولایتي شورا کې د جغتو وکیل هم تایید وي چې امنیتي ځواکونو بېرته پوستې نیولې او ۱۲ تنه یې وژل شوي‌دي.

د غزني د والي ویاند ادم‌خان سیرت د قیاق پر پوستو د بریدونو خبر تاییدوي؛ خو وایي، تراوسه په‌دې اړه کره معلومات نه‌شته.

په‌دې سیمې کې د لارې امنیت د ټینګښت په موخه له څوو کالو راهیسې ۱۰ پوستې جوړې شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام