شنونکي: د سعودي غونډه کې د ایران غیابت په پایلو منفي اغېز کولی شي

د سعودي عربستان کنفرانس ته د نړۍ ۵۴ اسلامي هېوادونو ته د بلنې ترڅنګ ایران ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د چارو یو شمېر شنونکي پهدې اند دي، چې د ریاض په کنفرانس کې د ایران نه ګډون به په پرېکړو ناوړه اغېز وکړي. 

د سیاسي چارو کارپوه، توپان وزیري وایي، ایران په سیمه کې په تېره د شعیهګانو له‌پاره زیات ارزښت تر څنګ په امنیتي او اقتصادي لحاظ د سیمې ځواکمن هېواد دی او د روسیه یې په سیمه کې مهم ملاتړې ده.

وزیري همدارنګه وايي، دا چې د ریاض کنفرانس موخه د ترهګرۍ پرضد مبارزه وه؛ نو اړینه وه، چې د ایران سټراټیژیک بُعد ته په کتو سره په‌دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وی. نه ګډون یې د کنفرانس لاسته راوړنې اغېزمنولی شي.

د چارو بل شنونکی فیضالله جلال د ریاض کنفرانس مهم بولي او پر وینا یې، داسې مهال جوړېږي، چې منځني ختیځ کې جګړه ده او ډېر اسلامي هېوادونه په جګړه کې ښکېل دي.

جلال وايي، د سعودي عربستان کنفرانس ته د امریکا ولسمشر ورتګ، د داعش او ترهګرۍ پر خلاف یو ځل بیا د مبارزې اعلان؛ خو په هغه کې تهران ته بلنه نه ورکول یې پایله ټکنۍ کولی شي.

دی وايي، د ایران غیابت د شیعهګانو تشه ده او هره پرېکړه، چې د شیعهګانو په غیاب کې وشي؛ منځني ختیځ او ډېرو نورو هېوادونو کې ستونزې پیدا کوي.

د چارو بل کارپوه جمالدین بدر بیا سعودي عربستان په اسلامي نړۍ کې مهم هېواد ګڼي او تهران دومره بانفوذه هېواد نه‌ګڼي، چې د ریاض کنفرانس لاسته راوړنې تر سیوري لاندې راولي؛ خو ټینګار کوي، چې د سعودي او ایران ترمنځ ستونزې اسلامي نړۍ ته یو ناورین دی.

دی وایي، ایران په ډېرو هېوادو کې لاسوهنه کوي او عربستان یې اړ کړی، چې خپل دریځ پیاوړی کړي.

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي هېوادونو کنفرانس داسې مهال دوام لري، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پهکې ګډون کړیدی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام