د سکي په نړېوالو سيالیو کې افغانانو تر ټولو ښه مقامونه خپل کړل

د افغانستان په باميان ولایت کې د سکي نړیوالو سیالیو پنځم پړاو ترسره شو، چې پکې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۲۰ لوبغاړي برخه لرله.

په دغو لوبغاړو کې افغانان ښه وځليدل، چې پکې لومړی، دویم او دريم مقامونه یې هم خپل کړل.

د راپورونو پر بنسټ دا په بامیانو کې د سکي پنځم پړاو لوبې دي، چې د جمعې په ورځ د ۲۰۱۵ م زېږديز کال د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه  په دغه ولایت کې ترسره شوه.

افغان سکي بازان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له پیاوړو لوبغاړو سره د افغانستان د بامیان ولایت په غرونو کې سيالۍ کوي.

باید و ویل شي، چې افغانان په دغه برخه کې د ښو تجربو لرونکي نه دي، خو بیا هم په دغو لوبو کې خورا ښه و ځلېدل او تر ټولو ښه مقامونه يې خپل کړل.

په دغو لوبو کې د نیوزلنډ، بريټانیا، سویس، بلجیم او امریکا په ګډون د ۲۰ هیوادونو لوبغاړو برخه لرله.

افغان سکي باز عالي شاه درې کیلومټره واټن په ۴۰ دقیقو کې وواهه او لومړي مقام ته يې ځان ورساوه.

 د دغو لوبو په دوام تېره ورځ، چې د ۲۰۱۵ م زيږديز کال د فبرورۍ له ۲۹ مې نېټې سره برابره ده بله لوبه د لسو نجونو په ګډون د باميان په روستان کلي کې ترسره شوه.

لوبه ۲۰ دقيقې دوام وکړ او په دغه موده کې لوبه کوونکو یو کيلو مټر واټن پورې لوبې ته دوام ورکړل.

معصومه حسېني و توانېده په لوبه کې لومړۍ مقام ته ځان ورسوي او له ټولو افغانانو غواړي، چې خپلې نجونې د سکي لوبې لپاره وهڅوي.

د دغو لوبو مسولين وايي، چې د سکي نړېوالو لوبو د ترسره کولو يوازنې موخه په افغانستان کې سیاحت ته وده ورکولو دي او غواړې د دغو لوبو په ترسره کولو سره نړېوالو ته د افغانستان تفريحي ځايونه ور وپيژني.

په باميان ولایت کې د ګرځنډویانو د ټولنې مسول رضا ابراهیم وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د سکي په لوبو کې پرمختګ شوی او د دغې لوبې د لا پرمختګ لپاره ځينې امکاناتو ته اړتيا ليدل کيږي.

که څه هم د سکي لوبه په نړۍ کې پېژندل شویو او د خورا تاريخي لوبو په ډله کې شمېر کيږي، خو بیا هم په افغانستان کې يوه نوې لوبه ده، چې مينه وال يې ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي.

که افغان دولت د دغې لوبې د پرمختګ په موخه پانګونه وکړي، نو کېدای شي، چې د ډیری بهرنيو ګرځندويانو توجه زیاته شي او پایله به يې د افغانستان اقتصادي پرمختګ وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام