
وسله والو طالبانو په غور ولایت کې د پرون ورځې ۲۰ تنه تښتولي زده کړیالان نن بېرت ازاد کړل.
د دغه ولایت د سیمه ییز حکومت مشره سیما جوینده سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو په دې موخه دغه زده کړیالان برمته کړي وو، چې ګواکې په دغې ډله کې حکومتي مامورین شامل دي.
طالبانو دغه زده کړیالان د (چغچران تولک او کور اب لیلا) په سیمه کې برمته کړي وو.
د مېرمن جوینده په وینا دغه کسان د طالبانو یوه قوماندان ملاګل محمد له خوا چې په سیف الاسلام مشهور دی تښتول شوي وو.
نوموړې وویل، برمته شوي کسان د قومي مشرانو او ښوونکو په مرسته ازاد شول.
دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان په داسې یو کار لاس پورې کوي، بلکې په دې وروستیو کې د زابل مرکز ناورک کلي په سیمه کې شاوخوا ۲۰ تنه تښتولي وو.





