له کندهاره د جنرال رازق د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه ضدو نقیض خبرونه

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیز سلام وطندار ته وویل چې د ولایت ودانۍ کې نامعلومو کسانو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې دی یانې د والي ویاند هم ټپي شوی‌دی.

ناتایید شوې سرچینې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکوي.

ښاغلی عزیز وایي، د نورې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري؛ خو په وینا یې، ډزې داسې مهال شوې‌دي چې په ولایت کې د ټاکنو امنیت له‌پاره د چمتووالي نیولو غونډه پای ته ورسېده او د غونډې ګډونوال له ودانۍ د وتلو په حال کې وو.

د کندهار د والي ویاند په وینا، غونډې ته د غوڅ ماموریت استازي هم ورغلي وو؛ خو دا لا نه ده معلومه چې کوم زیان ور رسېدلی او که نه؟

د دې خبر نور جزیاتو له‌پاره سلام وطندار تعقیب کړئ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام