دا کمپاین نن د ځوانانو د پیاوړتیا بنسټ، د عدالت او مشارکت موسسې له خوا پیل شو.
دوی له حکومت او نړېوالې ټولنې څخه و غوښتل، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د کډوالۍ د مخنیوي په هدف دې امنیت ټينګ او د کار زمینه دې برابره کړي.
دوي وایې، چې پر دغو ځوانانو دولت لګښت کړی او باید په اوسنیو شرایطو کې ترې ګټه واخیستل شي.
د عدالت او ګډون موسسې غړې حمیرا سلام وطندارته وویل، بهر ته د ځوانانو تلل د دې څرګندويي کوي، چې په هېواد کې خپل مسولیت ته غاړه نه ږدي.
د نوموړې په وينا، دغه کمپاین به د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټۍ څخه پېل او د نومبر تر ۳۰ مې پورې به دوام وکړي.
دغه راز، دغو بنسټونو د دارالامان پر سرک حبیبیې لیسې مخې ته لاریون ترڅنګ بهرته د افغان کډوالو نمایشي حرکات د رسنیو مخه ته نندارې ته وړاندې کړل.
په دې نمایشي حرکاتو کې دا وښودل شول، یوه کورنۍ، چې بهرته ځي نو په لارو کې له کومو ننګونو او ستونزو سره مخ کيږي.
په دې ننداره کې یوه افغانه کورنۍ د وزګار تیا له امله بهرته د تلو هوډ او سلا کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ کابل کې ملګرو ملتونو د خپل راپور خپرول پرمهال وویل، روان کال ۷۷ زره افغانان د ترکیې له لارې اروپا ته تللي، چې دا شمیره په تېر ۲۰۱۴ م ز کال کې ۵۸ زره وو.
د ملګرو ملتونو د راپور پربنسټ سږ کال ۳۸۱ زره کسان اروپا ته رسیدلي، چې ډيری يې هغه افغانان دي او په ناقانونه توګه بهرنيو هېوادونو ته ځي.





