سرچينې: ملا عمر له مرګ وړاندې برادر خپل ځای ناستی ټاکلی و

د ملي وحدت حکومت یو چارواکي سلام وطندار ته ويلي چې افغان حکومت ته داسې معلومات را رسېدلي چې ملا عمر مړ شوی او له مرګ وړاندې یې خپل ځای ناستی هم ټاکلی.

دغه سرچينه چې غواړي نوم یې وانه خیستل شي سلام وطندار ته زیاته کړه چې د طالبانو مشر ملا عمر اخوند له مرګ وړاندې په لیکلې بڼه یو سپارښتنلیک(وصیت) پرېښی چې په هغې کې یې د طالبانو د رهبرۍ له پاره خپل ځای ناستی ټاکلی دی.

زمونږ خبریال داود شاه مل دخپلې یادې سرچينې له خولې وايي چې په دې سپارښتنلیک کې ملا برادر د طالبانو د نوي مشر او د ملا عمر اخوند د ځای ناستي په توګه نومول شوی دی او د طالبانو له نورو مشرانو او قوماندانو غوښتل شوي چې د ملا بردر مشرۍ ته غاړه کيږدي او پرېکړو ته یې درناوی وکړي.

سرچينه زیاتوي چې له همدې کبله ټاکل شوې چې په پاکستان کې د سولې دخبرو دویم پړاو د طالبانو له خوا د ملا برادر په مشرۍ پر مخ یوړل شي.

ملا احمد اخوند مشهور په ملا عبدالغني برادر څوک و؟

ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر مرستیال او مهم پوځي مشر بلل کېده.

کله چې د طالبانو امارت ړنګ شو او طالبان تیت پرک شول ملا برادر هم د ځینو نورو طالب مشرانو په څېر پاکستان ته مخه کړه او دکراچۍ په ښار کې یې ژوند غوره کړ.

د معلوماتو له مخې په ۲۰۰۳ کال کې چې د سیمې استخباراتو دافغانستان په اړه نوې نظامي پالیسي جوړه کړه نو د طالبانو په راټولولو او بیا جوړښت یې کار پیل کړ.

د ۲۰۰۳ کال وروسته ملا عبدالغني چې په ملا برادر شهرت لري د طالبانو دویم مشر او دمالي او پوځي چارو مسول وټاکل شو.

ملا احمد اخوند پوپلزی چې  په ملا عبدالغني برادر زیات شهرت لري ملا عمر  ته تر ټولو نږدې او د طالبانو د تحریک د جوړلو له څلورو مشرانو یو دی.

هغه، ملا عمر سره په یوې مدرسې کې زدکړې کړي دي.

ملا برادر په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې هغه مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امريکايي او پاکستاني استخباراتو په ګډه همکارۍ ونیول شو، چې دهغې وخت افغان حکومت سره یې د پټو اړیکو خبرونه خپاره شول.

پخواني ولسمشر حامدکرزي هم له پاکستانه دهغې د سپارلو غوښتنې وکړې خو یواځې په ۲۰۱۳ کال کې له زندانه دهغه د را خلاصېدو خبر ورکړل شو.

خو بیا هم د پاکستاني استخباراتو تر کلکې څارنې لاندې و، د هغه نظر بندي او ازاد نه پرېښودل د افغان لوري له کلکو نیوکو سره مخ وو او پر پاکستان يې نیوکې کولې چې نه غواړي په افغانستان کې د سولې خبرې بریالۍ شي.

ملا برادر اخوند او دسولې خبرې

په ۲۰۱۰ کال کې د ملا برادر نیول کېدل کارپوهانو د افغان سولې د تیت پرک کولو په معنی وګڼل.

هغه مهال نړیوالو څاروونکو هم دا نظر ښکاره کړی و چې ملا برادر د افغان سولې په ټېنګښت او بریا کې مهم رول ادا کولی شي.

د حامد کرزي د ولسمشرۍ د ورستيو کلونو په ورځو شپو کې د پاکستان سره د اړیکو د خرابېدو یو دلیل هم د ملا برادر زنداني کول وو.

هغه مهال افغان حکومت ویلي وو( مونږ چې له چاسره د سولې خبرې پیل کړو او یوه هیله پیدا شي پاکستان هغه شخص زنداني یا ووژني)

د ملا برادر هغې اهیمت ته چې په تېرو ۱۴ کلونو کې په بیلا بیلو برخو کې ورکول کېده په کتو دا تحلیل پیاوړی کيږي چې هغه به د سولې په خبرو کې رغوونکې ونډه ولري.

د سلام وطندار یادې سرچينې زیاته کړې چې افغان حکومت د سولې دخبرو دویمې ناستې کې د ملا برادر ګډون ته ډيره هیله مند دی او باور لري چې په دې سره به د سولې خبرې ښې خوا ته لاړې شي.

که څه هم د ملا برادر له واکه د لرې کېدو او بیا د مشر په توګه ټاکل کېدو کې نږدې ۵ کلونه تېر شوي او په نظامي برخه کې د وسله والو طالبانو زیات بدلونونه راغلي خو دملا عمر اخوند له مرګ وړاندې لیکل شوی سپارښتنلیک او وصیت نامه به ملا برادر ته د نورو طالب مشرانو د باور تر لاسه کولو له پاره ښه وسیله وي.

او که په جګړییزمحاذ کې وسله وال طالبان د ملا عمر د (ښي لاس) ملا برادر چې نړیوال یې د یو منځ لاري په توګه پيژني باور تر لاسه کړي نو د سولې له پروسې سره ډيره ګټه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام