دورانی: د کليو او پراختیا وزارت یو نیم ملیون بې روزګارو ته د کار زمېنه برابروي

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزیر نصیر احمد دوراني نن (پنج شنبه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې ۲۱۰ زره وزګارو کسانو ته په لومړۍ پړاو، ۳۷۵ زرو بې روزګارو ته په دویم پړاو او ۹۰۰ زره بې روزګارو کسانو ته په دریېم پړاو کې د ملي پروګرام له لارې د کار زمېنه برابره کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ د سولې له پاره د کار موندنې ملي پروګرام ترنوم لاندې د ملي پیوستون پروګرام اعلان کړ.

ښاغلي دوراني زیاته کړه، چې د کار موندنې لومړی پروګرام به یوه اونۍ وروسته په ۱۲ ولایتونو کې چې ۳۹ ولسوالیانې تر پوښښ لاندې راولي پیل شي.

د ده په خبره، ګډونوال به د سړکونو، ابو لګولو کانالونو، اوبو رسولو شبکو، په کلیو کې د بنسټیزو پروژو کې کار او ساتنه کوي.

دورانی وايي، چې په دې اړه مو ۲۱۵ تنو انجینیران او ۲۱۵ تنه د ټولنیزو چارو کارکوونکي روزلي دي او اړوند ولایتونو ته به ورلیږل شي.

د دغه وزارت وزیر وویل، دغه کارمونده په بغلان، بلخ، فراه، فاریاب، هرات، کندهار، خوست، کونړ، کندوز، لغمان، ننګرهار او جوزجان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ته کار ایجاد کړي.

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت وايي، چې په لومړي پړاو پروګرام کې به وزګارو کسانو ته ۵،۲ میلیونه کاري ورځو، دویم پړاو پروګرام کې به  ۲۲ میلیونه کاري ورځو او د کار موندنې په دریېم پروګرام کې به وزګارو کسانو ته ۵۴ میلیونه کاري ورځو زمېنه برابره شي.

د دغه پروګرام موخه د کارموندنه، د وروسته پاتې پروژو ساتنه او څارنه ده.

دوراني وویل، چې د کار موندې دغه ملي پروګرام ۵۱ زره کلي به تر پوښښ لاندې ونیسي، چې اقلیم او امنیت ته په کتو سره په پام کې نیول شوي دي.

د کلیو پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د کارموندنې ملي پروګرام له پاره ۳۵ میلیونه ډالره پانګه ونه بېله شوې ده او په دغه پروګرام کې به د لوړو اونیمه لوړو زده کړو لرونکي ځوانان دایمي په کار وي.

دا په داسې حال کې ده، چې داکټر غني د نومبر په ۱۷مه نېټه د کار موندې ملي پروګرام پیل کړ او ویلي و، چې افغان حکومت د کارموندنې د ملي پروګرام پر مټ غواړي په کلیوالو سیمو کې بزګرانو سره مالي مرسته وکړي او په ښارونو کې خلک د ښار پاکولو له پاره په کار وګوماري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام