
د سېمې اوسېدونکيو په وينا, طالب جنګياليو بېګاه اته بجې د خواجه غار ولسوالي د امنيې قوماندان پر کور بريد کړی او ۱۳ امنيتي ځواکونه يې وژلي دي.
د خواجه غار ولسوالي د روغتيايي مرکز مسوول احمدشاه سلام وطندار ته د ۱۳ سرتېرو وژل کېدل او د ۱۰ ټپي کېدل تاييد کړي دي.
د تخار د پوليسو وياند خليل اسير هم پېښه تاييدوي, خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.





