
د بغلان ولایت ډنډغوري ولسوالۍ طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې له دې وروسته په ښار کې تګ راتګ وکړي، نو سخته سزا به ورکړل شي.
د ښځو چارو فعاله او د ډنډغوري ولسوالۍ یو تن اوسېدونکې نوریه حميدي سلام وطندار سره د ځانګړو خبرو اترو په ترڅ کې وویل، چې په ښار کې د ښځو تګ را تګ حرام دی، ځکه د دوی ګرځېدل په ټولنه کې د اخلاقي فساد لامل کیږي.
د مېرمن حميدي په وينا له دې وروسته ښځې او نجونې نه شي کولی، چې په ارامه ان ښوونځيو او تحصلي بنسټونو ته لاړې شي.
د دغې فعالې په خبره، د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د نجونو له مهريې او د ښوونکو له حقوقو هم باج غواړي.
نوریه چې په ډنډغوري کې يې د کورنۍ څو غړي د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي وايي، حکومت په دغه ولسوالۍ کې طالبانو پر ضد تر اوسه هيڅ اقدام نه دی کړی.
د بغلان امنيې قومندانۍ سرپرست او د امنیت امر عبدالرشید بشیر وايي، چې د بغلان امنيتي ځواکونه په دغه ولسوالۍ کې د يو قوي عملیاتو له پاره چمتووالی نیولی، چې ډېر ژر به ډنډغوري د وسله والو له شتون څخه پاک کړي.

هغه زیاتوي، چې طالبان ترخپل ولکې لاندې سيمو کې پر ځايي خلکو ظلمونه کوي او غواړي، چې پر خلکو خپل قانون پلي کړي.
شاوخوا ۶ میاشتې کيږي، چې د بغلان ولایت ډنډغوري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او دولتي اشخاص په دغه ولسوالۍ کې د تګ راتګ اجازه نه لري.
د بغلان ديني عالمان: ځانمرګي بريدونه او چاودنې حرامې دي
په بغلان ولایت کې لسګونه ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې حرامې وبللې او دا يې د اسلام دین ضد عمل وباله.
ديني عالم مولوي محمد رقیب حنیفي وايي، هغه کسان، چې ځانمرګي بريدونه کوي او د بې ګناه خلکو وينې تويوي د مسلمانانو په ډله کې نه شمېرل کيږي او د اسلام له مخې هغوی ته مرتد ویل کيږي.
همدارنګه مولوي جمال الدين احمدي او مولوي نصیر احمد بیا وايي، چې پاکستان د نالوستو ځوانانو ماغزه مينځي او د ځانمرګي بريدونو له پاره يې چمتو کوي.




