په کابل کې قرآن ته د سپکاوي په تور يوه مېرمن ووژل شوه

د کابل ښار  لومړۍ حوزې اړوند په  شاه دوشمشيره جومات ته څېرمه عامو خلکو په يوې ښځې ډله ييز حمله وکړه او په وهلو وهلو یې ووژله.

د راپورونو پر بنسټ له وژل کېدو وروسته یې بیا د غه ښځه په اور کې سیزلې ده.

د پېښې په ځای کې موجود کسانو رسنيو ته ويلي، سوزول شوې مېرمن د شاه دوشمشېره جمات ته داخله شوه او دقران د څو نسخو سپکاوی یې وکړ، له هغې وروسته پرې خلک راټول شول او په وهلو ټکولو یې ووژله.

عیني شاهدان وايي، له وژل کېدو وروسته د ښځې جسد د کابل سیند ته غورځول شوی او بیا په اور کې سوزول شوې ده

په ټولنیزو رسنيو کې د دغې پېښې په خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي، چې په سيند کې د وژل شوې ښځې  پرغورځيدلي جسد اور پورې شوی اود اطفايې کار کوونکي جسد  نامعلوم ځای ته ليږدوي.

په دغه ويډيو کې د سيمې پوليس او موټر هم ليدل کيږي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده، چې دې ښځې ولې د خلکو په وړاندې قرآنکریم ته اور ورته کړ.

ښايي دا لومړی ځل وي، چې یو څوک په عام محضر کې قرانکريم ته اور ورته کوي او بیا د عامو خلکو له لوري د مرګ تر بریده سزا ورکول کيږي.

د کورنيو چارو وزارت د جنايي تحقيقاتو لوی رییس عبدالغفار سېد زاده سلام وطندار ته د پېښې په اړه ناخبري وښوده.

په دې اړه مو وغوښتل، چې د کابل ولایت د جنايي جرمنو له رییس او ویاند سره اړيکي ونیسو، خو د مکررو تماسونو سره سره بیاهم بريالي نه شو.

قران ته د سپکاوي په تور د وژل شوې مېرمنې عمر د ۲۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ ښودل کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام