
په فاریاب کې د ۱۳ تنو ملي پوځ سرتيرو کورنۍ وايي، چې وسله والو طالبانو دوی ته ۵ ورځې وخت ورکړی دی.
شاو خوا درې میاشتې په فاریاب ولایت کې د ملي اردو یوې چورلکې سقوط وکړ، چې په کې شاوخوا ۸ نفره د ملي پوځ سرتير مړه او د یو پولیس په ګډون ۱۲ د ملي اردو سرتیري وسله والو طالبانو له ځان سره بوتلل.
د دغو سرتیرو د کورنیو غړو نن چهارشنبه (فبروري ۲۴مه) کابل کې د لاریون پرمهال د حکومت پرمشرانو د خیانت، بې غورۍ او ملي پوځ ته په نه پاملرنې تورن کړل.

د دې کورنۍ غړي وايي، چې د قاري صلاح الدین په نوم د فاریاب ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي د حکومت په ولکه کې دی او غوښتنه کوي که د دوی دغه ملګری خوشی نه کړي دغه ۱۳ سرتیري به مړه کړي.
د کونړ ولایت اوسیدونکي تاج محمد سلام وطندارته وویل، " زما د زوی نوم نظر دی په شاهین قول اردو کې موټروان ؤ او د حکومت نه غوښتنه لرم چې په اسانۍ او عاجله توګه دې زموږ بچیان را خوشې کړي".
خو د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې حکومت او په ځانګړي توګه ملي دفاع وزارت د نیول شو سرتېرو د خوشې کېدو له پاره له ټولو امکاناتو کار اخلي.

وزیري د لاریون کوونکو د هغه ادعا په اړه نا خبري ښيي، چې ګواکي وسله وال طالبان یې په تبادله کې له حکومت څخه د طالب قوماندان د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه کره مالومات نه لري، خو د ملي دفاع وزارت کشف او استخباراتو په دې اړه څيړنې پيل کړې دي.
په همدې اړه لاریون کوونکو یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې راغلي، حکومت دې د سرتېرو په اړه خپل بې پروا سیاست ته بدلون ورکړي.
دوی وايي، که غوښتنې یې ونه منل شي خپلو اعتراضیه غونډو او لاریونونو ته به دوام ورکړي.





