ولسمشر: حکومت به د هېواد وارداتي بريښنا په صادارتي بدله کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه (جنوري۱۶مه) کاپیسا ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې په پام کې لري د افغانستان وارداتي برېښنا په صادراتي برېښنا بدله کړي.

غني په هیواد کې د بریښنا بندونو او بریښنا تولید د کابل او نورو ولایتونو پراختیا او پرمختګ یوازینۍ لاره بولي او وایي، چې دې مسلې ته په کتو د ۲۱ بندونو طرحې جوړې شوې دي او په راتلونکي پسرلي کې به د دغو بندونو عملي کار رسما پيل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې " د پروان- کاپیسا، کابل – لوګر، لغمان- ننګرهار، کنړ- نورستان ولایتونو ابادي هم د همدې بریښنا له امله ده" او د کابل د حوزې حل لاره د بریښنا جوړول دي.

دغه راز، ولسمشر غني وایي چې د هیواد په ولایتونو کې دښو پراختیایي پروژو پر څرنګوالي د ۲۴ ولایتونو د والیانو خبرې له کابینې او امنیت شورا غړو سره پای ته رسیدلي او د ۱۰ نورو والیانو معرفي کیدو وروسته به پر دغو جوړو شویو طرحو او پروګرامونو والیان کار پیل کړي.

غني د کاپیسا د ګلبهار  نساجي فابریکې فعالولو په اړه ویلي، چې دا موضوع یې اذرباییجان او ترکیې ته په خپل سفر کې یاده کړې او د دغو هیوادونو لیوالتیا ته په کتو هیله مند دی، چې د دې فابریکې بیا رغاولو او فعالولو له پاره پانګونه وشي.

ولسمشر په داسې حال کې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادارتي برېښنا په اړه خبرې کوي، چې همدا اوس د هېواد د برېښنا زیاته برخه له بهرنيو هېوادونو څخه وارد شوي دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام