
د سهار یوه نیمه بجه د بریدګرو لومړي کس له چاودېدونکیو توکیو ډک موټر د کابل په نهمه حوزه کې د نارت ګیټ مېلمستون له استنادي دېوال سره وچاودلو او ورپسې دوو بریدګرو جګړه پيل کړه، خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي وايي، چې د دې برید په پایله کې درېواړه بریدګر وژل شوي، یو تن پولیس چې مېلمستون ته د بریدګرو د ننوتلو مانع شوی و، وژل شوی او یو تن بل ټپی شوی دی.

د کابل امنیه قوماندان وايي، چې دوی د تلفاتو د کچې د راټیټولو په پار عملیات پیل کړل، چې شاوخوا ۳ بجو پورې یې ټول بریدګر ختم کړل.
په سیمه کې د ملکي او ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې بریدګر یې په درنو وسلو سمبال وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل په ختيځ څرخي پله سیمه کې یې د بهرنیاتو په یو مېلمستون ډله ییز ځانمرګي برید کړی دی.
له اسلامي اماراته خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې یې تر دوو سوو ډېر بهرنیان وژلي دي.





