اجرایه رییس عبدالله عبدالله وايي، د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې ۲۰۰ ګوښه شویو مامورینو ترې د دندو د ګوښه کېدو لامل پوښتي.
عبدالله نن د (جون په ۲۹مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، چې د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې ګوښه شویو کارکوونکو ده سره په لېدو کې د ګوښه کېدلو لامل د نه روڼتیا په اړه شکایت کړی دی.
دی وايي، چې د دغو کارکوونکو د ګوښه کېدلو لامل ورته نه دی ویل شوی.
عبدالله وویل، چې دغه مسله به نن ورځ له ولسمشر غني سره یاده کړي، تر څو د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل څرګند شي.
اجرایه رییس زیاته کړه، یادو کسانو د لاریون هوډ درلود، خو ده ور سره ژمنه وکړه چې تر یوې اوونۍ پورې به د دوی د ګوښه کېدو لامل څرګند شي.
نوموړی وویل، چې د یادو کسان ګوښه کېدو سیاسي او یا فني انګیزې لرل به روښانه شي.
کابو یوه اونۍ وړاندې د برېښنايي تذکرو د ویش ادارې ۸۰۰ کار کوونکي د ناڅرګند دلیل له مخې له دندو ګوښه کړل.
د دغې ادارې رییس زمري باهري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د یادو کسانو د ګوښه کېدو لامل له دې ادارې سره د بهرنیو مرستو پرېکېدل دي.
باهري وویل، چې له دې ادارې سره د نړیوالې ټولنې مرستې په ځینو برخو کې په پوره توګه بندې شوي او له ځینو ادارو سره یې مرستې کمې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنايي تذکرو د ویش اداره د یادو کسانو د معاشونو د ورکړي توان نه لري.
څه وخت وړاندې د برېښنايي تذکرو دویش ادارې مالي ملاتړو بنسټونو خبرداری ورکړی و، که د تذکرو د ویش لړلۍ پیل نه شي خپلې مرستې به ودروي.
له دې ټولو سره، سره ولسمشر تېره اوونۍ د یادې ادارې له رییس سره په ناسته کې د تذکرو د ازمایښتي ویش د طرحې حکم ورکړ.
ټاکل شوې ده، چې په کابل کې تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې د برېښنايي تذکرو ازمایښتې ویش لړلۍ پیل شي.





