افغان ولسمشر پاکستان ته ګواښ کړی چې که د هندوستان سره د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا له پاره پاکستان د واهګه بندر دروازه افغان سوداګرو ته خلاصه نه کړي؛ نو دپاکستاني بار وړونکو موټرو پر مخ به منځنۍ اسیا ته غزېدلې لارې وتړي.
د هندوستانۍ ورځپاڼې «دي هندو» سره په مرکه کې ولسمشر غني ټېنګار کړی، چې پکار ده پاکستان پر هغه هوکړه عمل وکړي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ په ۲۰۱۱ کال کې شوې وه.
ددغې هوکړې له مخې ددواړو هیوادونو سوداګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د سوداګرۍ له پاره د یو بل له ځمکنیو لارو ګټه اخیستلی شي.
دراپورونو له مخې اوس مهال افغان باروړونکي موټر یواځې تر د هندوستاني سرحد نږدې واهګه بندر پورې د تګ اجازه لري له واهګه یو کلیومټر لرې د آټاري تلاشۍ پوستې پورې نه پرېښودل کيږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دی هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې ګواښ کړی که پاکستان د دغه هیواد له لارې هندوستان ته تلونکو افغان بار وړونکو موټرو لاره وتړي نو، نو د ورته غبرګون سره به مخ شي او افغانستان به د پاکستاني بار وړونکو موټرو پر مخ منځۍ اسیا ته غزیدلې لارې بندې کړي.
ولسمشر غني هندوستان ته دخپل ۳ ورځني سفر پر مهال دهغه هیواد له سوداګرو سره هم وکتل او ددواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو پر سر یې سره خبرې وکړې.
دافغانستان او هندوستان ترمنځ د وچې یواځينې لاره همدا د واهګه بندر دی چې سرک یې پر پاکستان تېريږي.
په ۱۹۶۵ زیږديز کال کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دشوې هوکړې له مخې افغان سوداګر یواځې خپل بار وړونکي موټر تر پېښور او ویش پورې وړلی شي؛ خو پاکستاني بار وړونکي موټر بیا دافغانستان تر ټولو تجارتي سرحدي پولو پورې د تګ اجازه لري.
پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو پاکستاني لوري سره دې هوکړې ته رسيدلي و چې افغان بار وړونکي موټر کولی دپاکستان او هندوستان ترمنځ په صفري نکته کې پورت واهګه بندر پورې لاړ شي.
هغه مهال هم پاکستاني لوري ځېني بهانې کړې وې او ګڼل یې چې دا چاره به دهغوي پر تاوان وي.
دشويو ژمنو ترمخې ټاکل شوې د روانې می میاشتې په پای کې پاکستان او افغانستان په دې موضوع یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
خو د سوداګریزو چارو د شنونکو په وینا که پاکستان له دې هوکړې ډډه وکړي؛ نو افغانستان دې په ورته اقدام لاس پورې کړي او پر پاکستاني ټرانسپورټ دې محدودیتونه وضع کړي.
ددوی په وینا، دم ګړۍ پاکستانی ټرانسپورټ په افغانستان کې ډيرې اسانتیاوې لري او که چېرې دغه ازاد لاس یې ور لنډ شي نو په بدل کې یې پاکستان حاضريږي چې افغان بار وړونکو موټرو ته د واهګه دروازه خلاصه پريږدي.
واهګه بندر دهندوستان او پاکستان ترمنځ په صفري نکته کې پورت هغه ښار دی چې دهندوستان دپنجاب ایالت د امرتسر او دپاکستان د پنجاب ایالت لاهور ښارونه سره تړي.





