رییس خدای داد هم په دار وځړول شو

د ملي امنيت عمومي ریاست وايي، چې وروسته له څه موده بند سیدالله مشهور په رییس خدای داد، چې په افغانستان کې تر ټولو خطرناک مجرم و اعدام شو.

د ملي امنيت اداره په يوه راليږلې خبرپاڼه کې ويلي،" سید الله مشهور په خدای داد د شنبې په ورځ په ۱۱ بجو او ۳۰ دقیقو د څرخي پله په زندان کې په دار وځړول شو".

سیدالله د حاجي عبدالله زوی دی، چې په ۱۳۵۱ کال د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ کې زیږېدلی و.

د امنيتي ځواکونو له لوري د خدای داد له نيول کېدو وروسته د ملي امنيت ویاند حسیب الله صديقي د يوې خبرې ناستې پر مهال، نوموړی د غلو د ډيرې خطرناکې ډلې مشر معریفي کړ.

د خدای داد لومړنۍ محکمه په تېره جنوري میاشت کې د ده د څلورو ملګرو سره یوځای په کابل کې وشوه.

محکمې هغه مهال حکم وکړ، چې رییس خدای داد په اعدام او د نوموړي سره یو همکار په ۲۰ کاله او ۳ نور ملګري يې په اووه اووه کاله بند محکوم شوي و.

چارواکو د ده له نيولو وروسته ويلي و، چې نوموړی د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په بېلابېلو نومونو تګ راتګ درلود او همدارنګه په جعلي پاسپورټ یې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي و.

د ملي امنيت له لوري په خپاره شوي اسنادو کې دا هم راغلي و، چې د غلو مشر سیدالله پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته تګ راتګ کوه او د تاجکستان د پولیسو په تور لست او د نړېوالو پولیسو د لویو مجرمینو په لست کې یې نوم ثبت و.‌

د کورنيو چارو وزارت چارواکي ويل، چې د دغه خطرناکې ډلې مشر پسې افغان امنيتي ځواکونو د تېرو لسو کلونو راهیسې پلټنې کولې.

د رییس خدای داد مرستیال حبیب استالف د تېر اکتوبر میاشت په اتمه نېټه د پغمان ډله ییز جنسي تيري د پنځو کسانو سره يوځای په دار و ځړول شو.

رییس خدای داد څلور زامن او دوه لوڼې لري، چې د راپورونو پر بڼسټ  کورنۍ يې د پېښور په  افغان کالوني سیمې کې ژوند کوي .

راپورونه په ډاګه کوي، چې ریس خدایداد دکابل خیرخانې په قلعه نجارا سیمه کې په ۱۳۷۱ کال کې د سوک وهنې کلب جوړ کړ او په کابل کې غلاوې شروع کړې؛ خدای داد د طالبانو په رژیم کې هم د غلا په جرم بندي شوی و.

په کال ۱۳۸۰ کې کله، چې یې غوښتل یو څوک وتښتوي د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او بیا د کابل پولیسو له نظارت خونې څخه په تېښته بریالی شو.

نوموړي اعتراف کړی و، چې دی د حبیب ستالف د خلاصون لپاره له پېښور څخه کابل ته راغلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام