د لغمان ولایت د سولې ولايتي کمېټې غړي او ځينې نور چارواکي وايي، چې ښوونکي باید په خپل درسي پلان کې د سولې له پاره کار وکړي او هره ورځ له درس پېلولو مخکې د عامه ذهنیت مثبت لور ته حرکت ورکولو په برخه کې شاګردانو ته لازمې سپارښتنې وکړي.
د لغمان د سولې ولايتي کمېټې مشر حاجي محمد عمر په هغه غونډه کې، چې د دغه ولایت د ښوونځيو ټول مديران ورغوښتل شوي وو زیاته کړه، چې دغه پلان ته عملي جامه اغوستل به د سولې له پاره تر ټولو اساسي کار وي.
په یاده غونډه کې د لغمان د پوهنې رییس محمد حضرت مجددي هم ګډون درلود.
د سولې ولايتي کمېټې مشر په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټينګښت او عامه ذهنیت رغونې په برخه کې د ټولنې د هر وګړي ترڅنګ د پوهنیز ډګر د لارویانو، ښوونکو او زده کوونکو رول خورا اړین وباله.
نوموړي زیاته کړه، چې ښوونکي دې په ښوونځيو کې په خپل درسي پلان کې د سولې، ثبات او عامه ذهنیت رغونې خبرو ته هم ځای ورکړي.
حاجي محمد عمر وايي، چې په دې سره به د سولې له پاره اساسي او بنسټیز کار وشي.
له بل لوري د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد حضرت مجددي ډاډ څرګند کړ، چې هڅه به وکړي، څو د پوهنې په چوکاټ کې هم خلکو ته د سولې مثبت پېغام ورسوي او د ښوونځيو زده کړیالان به د سولې پر اهمیت او د جګړو پر ورانیو، زیانونو او تاوانونو په هراړخیز ډول وپوهوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د طالبانو مشر ملااختر منصور له خوا یو وار بیا اعلان وشو، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر بشپړ وتنې پورې به یې جنګيالي وجنګيږي.
اخوا بیا افغان حکومت هم وویل، چې دوی نه غواړي له هغو کسانو سره سوله وکړي، چې اساسي قانون تر پښو لاندې کړي او د جنګ لاره خپل کړي.
د پاکستان لومړي نواز شریف هم په واشنګټن کې د خپلو خبرو پر مهال يې د خبرو اترو میز ته له طالبانو له حاضرولو انکار وکړ.





