دا ځل به په ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن په بې ساري توګه ونمانځل شي

د ننګرهار ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې داځل به دولتي الوتکې د هر ننګرهاري کور ته د مبارکۍ پېغام د هوا له لارې ورسوي.

د خپلواکۍ جشن له پاره له دولته د الوتکو غوښتنه شوې او لکونه وړې پوسټرې، چې په کې به د خپلواکۍ د ورځې مبارکي  او د غازي امان الله خان انځورونه وي د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د هوا له لار وشیندل شي.

دې ورځو کې د جلال اباد ښار بڼه بدله ښکاري او هر نوی داخلیدونکی کس به يې په لیدو یو ځل فکر کولو ته ضرور اړ کیږي.

ټول ښار د افغانستان ملي بېرغونو او د غازي امان الله خان انځورونو پوخلی دی. نږدې د هر دوکان  دروازې تازه په اسماني ابي رنګ، رنګ شوي دي، د هر دوکان، کور، مارکیټ، دېوالونو، ستنوو لوحو او نورو ځایونو کې د افغانستان ملي بېرغونه او د غازي امان الله خان انځورونه لګیدلي دي.

په ښار کې ګرځنډه ټکسي موټرې او رکشې هم په ملي بېرغونو او د غازي په انځورونو پوخل شوي دي.

 ځوانان اوس هم په بېړه، بېړه لګیا دي او د ښار په واټونو او څلور لارو کې ملي بېرغونه او د غازي امان الله خان انځورونه ځړوي.

په جلال اباد ښار کې دا تیاری د زمري میاشتې د ۲۸ مې نېټې، له پاره چې د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده، نیول کیږي.

په ننګرهار کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو له پاره کابو له تېرو لسو ورځو راهیسې تیاری روان دی او دا تیاری یواځې د دولت له خوا نه دی، بلکې ددې ولایت، یو شمېر ځوانان، فرهنګیان او مدني فعالانو په خپلو لښګتونو بېرغونه او انځورونه جوړ کړي دياو په ښار کې يې ځای، ځای ځړوي.

ځوان فرهنګي او مدني فعال هدایت الله زهیر سلام وطندار ته وویل، د جشن له پاره تیاری به د زمري تر ۲۸ مې پورې دوام وکړي.

هغه وايي تر دامهاله يې زرګونه، ملي بېرغونه، د غازي امان الله خان او د ولسمشر انځورونه په خپل مالي لښګت جوړ کړي دي او د یو شمېر نورو فرهنګي ملګرو پر مټ يې د جلال اباد په ښار کې خړولي دي.

زهیر دا هم وویل، چې د دولت نه يې د الوتکو غوښتنه يې کړې او لکونه وړې پوسټرې، چې ورکې د خپلواکۍ د ورځې مبارکي او د غازي امان الله خان انځورونه به وي د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د هوا له لارې وشیندل شي.

له تېرو لسو ورځو راهیسې هره شپه ډله، ډله ځوانان د شپې له خوا  په ښار کې ملي بېرغونه او د غازي امان الله خان انځورونه ځړوي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی، چې تېره شپه د ننګرهار ځوانانو سره د انځورونو او ملي بېرغونو په کمپاین کې برخه اخیستي وه، سلام وطندار ته وویل، خوشاله دی چې د ننګرهاري ځوانانو سره یو ځای د خپلواکۍ د جشن له پاره تیاری نیسي.

کندوزي زیاته کړه، په تېرو کلونو کې دغه ورځ په ننګرهار لکه څنګه چې پکار وه هاغسې نه ده لمانځل شوې، خو دا کال به ننګرهار د یو ستر جشن کوربه وي.

په جلال اباد ښار کې د بېرغونو لګولو او په تودو ولولو سره د خپلواکۍ ورځې له پاره د ځوانانو او حکومت له خوا د نمانځلو پلانونه، د عامو خلکو پر شعور او اذهانو هم اغېز کړی دی.

په ښار کې ټول ګرځيدونکي خلک یو ډول د خوشالۍ او مستۍ احساس کوي، هر سړی هڅه کوي، چې ملي بېرغونه واخلي په کورونو او د خپلو هټیو په دروازو يې راوځړوي.

عرفان الله امید د جلال اباد ښار اوسیدونکی وايي، په ښار کې هر طرف ته چې مخ اړوي یو ډول د خوشالۍ احساس کوي او دا احساس هم ورسره پیدا کیږي چې موږ هم ویاړونه لرو، خپلواکي لرو او په یو ازاد هیواد کې اوسیږو.

لیکوال او ژورنالیست محمد نعمان دوست په دې اړه سلام وطندار ته وویل، د ځوانانو له خوا دا کال د خپلواکي ورځې له پاره داسې په ولولو تیاری نیک فال ګڼي، دوی وايي اوس هغه وخت رارسیدلی دی او خلک دا فکر کوي چې دا وطن زموږ د ټولو دی او باید ټولو ورته کار وکړو.

نعمان دوست د ځوانانو او فرهنګیانو له خوا د ازادۍ ورځې له پاره تیاري په نیولو خوشاله دی، په وینا يې دا ډول چارې زموږ په نوي نسل کې د دوطن دوستۍ جذبه پیاوړي او غښتلې کوي.

د نوموړي په وینا د خپلواکۍ د ورځې له پاره د ځوانانو او خلکو له خوا د ملي بېرغونو لګول، زموږ د خلکو او د ځوانانو د شعور ویښتیا ښکاره کوي او موږ ته د ښې راتلونکې زیری راکوي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې په ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن یواځې په دولتي غوڼدو پورې محدود پاتې شوی و.

غازي امان الله خان د انګرېزانو څخه (د ۱۲۹۸ل کال د زمري د مېاشتې ۲۸ چې د ۱۹۱۹ ز کال د اګست مېاشتې له ۱۸ مې نېټې سره سمون خوري) واخیستله او له دغې ورځې وروسته افغانانو داګست ۱۸ ، چې د زمري د مېاشتې ۲۸ مه کیږي دهېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو ولسي ورځ وبلله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام