ولسي جرګه د امنیتي چارواکو استیضاح پرېکړې ته نږدې شوي

ولسي جرګې له ژمني رخصت او اداري پلاوي له بشپړولو وروسته په لومړنۍ غونډه کې د سردارمحمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون د خونړي برید په اړه بحث وکړ.

په غونډه کې یوشمېر وکیلانو د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکي په خپلو دندو کې پاتې وبلل او د هغوی د استیضاح غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې غړي نواب منګل وویل، اوسنی امنیتي وضعیت د قناعت وړنه دی او د امنیتي چارواکو د ناغېړیو له امله امنیت ورځ تربلې خرابیږي.

ده وویل، که په کوم بل هېواد کې په پوځي روغتون دا ډول خونړی برید شوی وی مسوولو چارواکو به یې استعفاوې ورکړې وې.

منګل وايي، د ولسي جرګې مسوولیت دی، چې د امنیتي ادارو چارواکي وراستیضاح کړي.

یوشمېر نورو وکیلانو بیا وویل، د وزیرانو استیضاح د حل لار نه ده او ادعا یې وکړه، په ولسي جرګه  کې داسې کسان هم شته چې له استیضاح ناوړه ګټه اخلي او په دې نوم له وزیرانو امتیازات ترلاسه کوي.

دوی وویل، د هېواد په ډېرو بدمرغیو کې ځینې وکیلان لاس لري او په امنیتي ادارو کې لاس وهنه کوي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي، که وکیلان د امنیت خوندیتوب هڅه کوي؛ لومړی دې امنیتي او دفاعي ادارې د تنظیمونو او زورواکو له ولکې خلاصې کړي.

دی وايي، د وزیرانو استیضاح کول د حل لار نه ده او د امنیتي ادارو د سمون په موخه یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او حکومت ته وسپارل شي.

غونډې ته د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، هغه ځانګړی فورم چې د وزیرانو استیضاح په موخه د وکیلانو لاسلیک کولو ته وړاندې شوی و، شل سلنه وکیلانو لاسلیکونه، نه دي کړي بنا د استیضاح پرېکړه نه شي کولای.

ابراهیمي وايي، دوه لاسلیکونه کم دي او که سبا د رییسانو کمېټې غونډه کې پوره شول بیا به یې په اجنډا کې ونیسي.

ولسي جرګې له ژمني رخصت مخکې ۷ تنه وزیران د پراختیایې بودجې د ۷۰ سلنه نه لګولو، له امله استیضاح او سلب اعتماد کړي وو؛ خو هغه وزیران لا هم خپلو دندو ته دوام ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام