د کندهار په ځانمرګي ډله ییز برید کې ۴۶ تنه وژل شوي

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي نعیم لالي حمیدزي نن چهارشنبه (ډسمبر۹مه) د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې د کندهار پر هوايي ډګر ډله ییز ځانمرګي برید کې ۴۶ کسان  وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

دغه برید پرون ماښاما شپږ نیمې بجې پیل شوی و.

خو د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک بیا سلام وطندار ته د حمیدزي پر خلاف شمېرې ورکړي.

هغه وویل، چې په برید کې د ملي اردو یوه سرتیري په ګډون  ۹ ملکي وګړي او ۴ بریدګر  وژل شوي او۹ ملکي وګړي ټپیان دي. 

نوموړی وايي، په دغه ډله ییزځانمرګه برید کي یوشمیر ودانۍ هم زیانمني شوي دي.

دا په روانه اوونۍ کي دویم ډله ییز ځانمرګی برید دی، چي یو په بل پسې رامنځته کیږي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې یې په لسګونه کورني او بهرني عسکر وژلي دي، خو د کندهار د والي ویاند داخبره نه مني.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام