د تېرې پنجشنبې په ورځ د کندوز چهاردرې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
د ولسي جرګې غړیو نننۍ غونډې کې دغه برید محکوم کړ او هغه یې جنایت وبللو.
د جرګې یو شمېر غړي د بهرنیو ځواکونو دغه ډول بریدونه د نه منلو وړ بولي او وايي، هېوادوال هره ورځ د بهرنیو ځواکونو او طالبانو له لوري وژل کېږي او حکومت د افغانانو پر وړاندې هېڅ ډول ځواب نهلري.
د ولسي جرګې دوه غړي عبدالستار خواصي او مولوي احمد الله موحد د هغه څه په اړه چې دوی یې د حکومت بېکفایتي او بېمسوولیتي بولي؛ نیوکه کوي او وايي، د بهرنیو ځواکونو له لوري خپلسري بریدونه د دې لاملېږي چې د ولسي خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیات شي.

دوی د کندوز پېښې د جدي څېړنو غوښتنه کوي او وايي، د دغه کار لاملان باید خپله سزا وویني.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم کندوز کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید جنایت بولي او وايي، حکومت باید دې برخې کې بهرنیو ځواکونو سره خبرې وکړي چې راتلونکې کې د دغسې پېښو د تکرار مخنیوی وشي.
د ولسي جرګې نننۍ غونډې ته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست استازي د هېواد امنیتي وضعیت په اړه د ځواب ویلو لهپاره استجواب شويوو؛ خو هغوی د ځواب ویلو لهپاره جرګې ته نهوو حاضر شوي چې دا موضوع د ولسي د استازیو له جدي غبرګون سره مخ شوه.





