.jpg)
ولسي جرګې نن په هېواد کې د وروستیو ناامنیو په اړه د ملي دفاع وزیر طارقشاه بهرامي، د کورنیوچارو وزیر ویساحمد برمک او د ملي امنیت رییس محمدمعصوم ستانکزی استجواب کړي وو.
په غزني کې د روانې جګړې څرنګوالی، په امنیتي ادارو کې د پلان نهموجودیت، د ناامنیو ډېروالی، د خلکو ژوند ته نهپام او ځینې نورو موضوعاتو د ولسي جرګې د غړو اندېښنې راپورته کړې وه او پهدې اړه یې له امنیتي مسوولانو نه پوښتنې وکړې.
د کورنیوچارو وزیر ویساحمد برمک وویل، امنیتې ادارې په ګډه کار کوي چې د غزني ترڅنګ، په یوشمېر نورو ولایتونو کې طالبان مات او وضعیت کنټرول کړي. د نوموړي په وینا، لوی درستیز اوسمهال غزني کې دی او زابل ته هم پلاوی استول شوی دی.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزیر طارقشاه بهرامي که څه هم د امنیتي ګواښونو ډېروالي او د دفاعي ځواکونو تجهیزاتو په اړه اندېښنه لرله، خو ټینګار یې وکړ چې په همدې کمو امکاناتو به امنیت ټینګ کړي.
.jpg)
نوموړي د جرګې غړیو ته وړاندیز وکړ چې په راتلونکي کې د پټو مالوماتو لهپاره سري غونډه جوړه کړي او دوی به ورته بشپړ مالومات ورکړي.
بلخوا د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم ټینګار کوي چې استجوابیې غونډې په تېر کې هم د پاموړ پایله نهده لرلې او پهکار ده چې د روان ناسم امنیتي وضعیت په اړه سري غونډه هم جوړه شي.
د ولسي جرګې غړیو د غونډې په پای کې پرېکړه وکړه چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ به عمومي غونډه جوړه او د امنیتي ادارو لوړپوړي چارواکي به ورته راوبلي چې په هېواد کې د وروستي امنیتي وضعیت په اړه حللارې ولټوي.





