
کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنه نن سهار د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند په یکهتوت سیمه کې شوې ده.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې نن سهار شاوخوا اتهنیمې بجې له چاودېدونکیو توکیو ډک موټر په یاده سیمه کې چاودلی دی.
د نوموړي په وینا، دا چاودنه هغه مهال شوې چې له سیمې د امریکايي ځواکونو یو کاروان تېرېده.
هغه زیاتوي، تراوسه د یادې چاودنې له کبله ۴ ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۴ کسان یې په یاده چاودنه کې ټپیان شوي دي.
طالبانو د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې د برید موخه د امریکايي ځواکونو کارون و چې له کبله یې ۱۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.





