د امریکا متحده ایالات وايي، چې د پاکستان پوځ له اړخه د پاکستاني طالبانو پر خلاف له عملیاتو سره – سره لا هم په دې هېواد کې افغاني طالبان او حقاني شبکه خوندي پټنځايونو کې ژوند کوي.
امريکايي چارواکي وايي، که څه هم د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو له امله وسله وال ځپل شوي، خو نېغ په نېغه نه دي په نښه شوي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ د مخنيوي په برخه کې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.
په دې راپور کې راوړل شوي، چې په عراق او افغانستان د ۲۰۱۳ زېږديز کال پر پرتله په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي، چې افغانستان اوس هم د ترهګریزو ډلو د بریدونو تر ګواښ لاندې دی.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ترهګریزو ډلو له لوري د شویو ځېنو بریدونو پلانونه په پاکستان کې جوړ شوي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ د مخنيوي په تړاو د ۲۰۱۴ کال په اړه خپور شوي راپور کې د پاکستان په اړه لیکل شوي، چې د پاکستاني طالبانو پر خلاف له عملیاتو سره – سره بیا هم د لشکر طبیه په څېر ترهګریزې ډلې ازاد فعالیت کوي.
راپور کاږي، چې لشکر طبیه په پاکستان کې د مالي ملاتړ له پاره ښکاره تبلیغات کوي او خپلو لیکو ته وسله وال جذبوي او هغوی ته وسله والې روزنې ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې لیکي، چې پاکستاني حکومت تر اوسه د دې ډلې پر خلاف ګامونه نه دي پورته کړي.
د ترهګرۍ د مخینوي په اړه په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان او پاکستان کې د افغان، نړیوالو او پاکستاني ځواکونو له لورې القاعده شبکه ډېره ځپل شوې، چې اوس په ازاده توګه فعالیتونه نه شي کولی.
خو دا هم زیاتوي، چې لا هم دغه ډله په لرې پرتو سیمو کې خپلو چارو ته ادامه ورکوي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په کلني راپور کې په داسې مهال یو ځل بیا په پاکستان کې د هغو وسله والو ډلو د خوندي فعالیت یادونه کيږي، چې افغان حکومت په وار وار له پاکستان نه غوښتي، چې د دې ډلو پر خلاف عملي ګامونه واخلي.
په دې لړ کې د افغان ولسمشر د اپریل میاشت لیک یې یوه بېلګه ده، چې له پاکستانه یې غوښتي وو؛ چې د وسله والو طالبانو مشران زنداني کړي او افغان حکومت ته یې وسپاري.
په همدې حال کې د پاکستاني پوځ ویاند جنرال عاصم سلیم باجوه هم څو ورځې وړاندې سپتنک جریدې ته ویلي وو، چې د سیاسي ننګونو له امله د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په ځېنو برخو کې د دوی هڅې ټکنۍ دي او په پرمختګ کې یې وخت ته اړتیا لیدل کېږي.





