کورنيو چارو وزارت : د پولیسو قومندانان دې له رسنیو سره معلومات شریک کړي

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ولایتونو امنیه قومندانانو ته هدایت شوی، چې له رسنیو سره کره معلومات شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت مسولینو د رسنیو د تحول لسیزې په دویمې ورځې ناستې کې د یو شمېر امنیتي مسولینو له لوري له خبریالانو سره ناوړه چلن او کافي مرستې نه کول، ومنل او ژمنه یې و کړه، چې له دې وروسته به د خبریالانو ځاني خوندیتوب ته پاملرنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ د اپریل پر ۲۶) وویل، چې د څو ولایتونو د امنیه قومندانان په موخه چې له خبریالانوسره یې ناسم چلن کړی و، له دندو ګوښه شوي دي.

څه وخت وړاندې د ملي امنیت شورا اعلان کړی و، چې ولایتي ویاندویان نه شي کولی چې امنیتي مسایل له رسنیو سره شریک کړي.

د ملي امنیت شورا پرېکړه د مدني بنسټونو او د رسنیو دفاع کوونکیو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوه او دغه ډول پرېکړه یې د ولسي خلکو سره د اطلاعاتو د شریکولو د بهیر پڅوالی یاد کړ.

د دغه وزارت ویاند په ناسته کې وویل، چې د کورینو چارو وزارت هڅه کوي، چې د اطلاع رسونې او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په اړه د پولیسو ټولو امنیتي مسوولینو ته روزنه ورکوي، چې له دې وروسته له خبریالانو سره سم چلن وکړي.

له بل لوري ولایتي خبریالان د امنیت شورا له دې پرېکړې سر ټکوي او وايي چې د معلوماتو د شریکولو بهیر ته یې زیان رسولی دی.

دغه خبریالان وايي، چې د امنیت شورا له پرېکړې وروسته د ولایتونو امنیه قومندانانو هم له رسنیو سره اطلاعات نه شریک کول او زیاتوي چې په دې اړه د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د هرات ولایت خبریال فواد احمد وايي، چې لویدیځه حوزه کې د پولیسو امنیه قومندانان د کورنیو چارو وزارت په خلاف له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

د ده په وینا، که چېرې د هرات په ولایت کې کومه پېښه وشي؛ د دې ولایت د امنیې قومندان له یوې یا دوو ورځو وروسته خبرې ناستې ته وینا کوي.

د پروان ولایت خبریال احمد هنایش وايي، چې ډېر وخت د امنیه قومندانان یو بهانه جوړه وي او له رسنیو له اطلاعات نه شریک کوي. د ده په باور د ملي امنیت شورا دغه پرېکړه د اساسي قانون سره په ټکر کې ده او خلک د قانون پر بنسټ حق لري، چې له روانو خبرونو او معلوماتو نه خبر ولري.

د بغلان ولایت یو بل خبریال اجمل عمري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، دا ډېره سخته ده، چې ټول امنیتي مسایل دې د کابل د امنیه قومندان ویاند له ټولو ولایتي خبریالانو سره شریک کړي.

د عمري په وینا ډېر وخت خبریالان د پېښې په ځای کې وي او د پېښې له ځایه ژوندی راپورو وکوي؛ نو د تېر په څېر دا اړینه ده، چې د قانون په ولایتي ویاندویان دې په قانون په اډانه کې دوی ته معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رسنیو او تحول لسیزې په لومړۍ ورځې کې وویل، چې سره له دې چې حقایق ترخه وي خو حقایق له خلکو او رسنیو نه پټ نه شي.

د رسنیو دفاع کوونکیو بنسټونو او خبریالان په دې تمه وه، چې د ولسمشر له لوري د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په توشیح کولو سره د اطلاعاتو په برخه کې به د خبریالانو ستونزې حل شي.

د رسنیو مسولین بیا ټینګار کوي، چې تر دې مهاله د دوی پر وړاندې پرتې ستونزې نه دې حل شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام