کارپوهان: د افغانستان د حراست او ثبات شورا” تشکیل بې ګټې دی

تېره ورځ د پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ "د افغانستان د حراست او ثبات" په نوم شورا د ځينو پخواني جهادي مشرانو په ګډون د موجودیت اعلام وکړ، خو ځينې کارپوهان وايي، چې دغه شورا به د افغانستان په ګټه تمامه نه شي.

دغه کارپوهان وايي، په پخواني حکومت کې همدغو څېرو ګډون درلود او هيڅ مثبت نه دي تمام شوي.

د سياسي چارو کارپوه طاهر هاشمي وايي، چې دغه شورا په دې علت را منځ ته شوې، چې د دوی غړو ته په اوسني حکومت کې ځای نه دی ورکړل شوی.

هغه همدارنګه د اوسنيو ستونزو یو عمده لامل د ولسمشر کرزي پر مهال د شويو ناغېړیو پایله بولي.

د سياسي چارو بل کارپوه لطیف نظري وايي، چې د دغه شورا تشکیل دوې خواوې لري؛ لومړی د حراست او ثبات شورا کېدی شي اپوزیسیون شي او دویم دا، چې د دغه نوي تشکیل په واسطه له حکومت څخه د امتیازاتو اخیستو او یا يې د تضعیف په لټه کې وي.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، چې د نوي شورا زیات غړي مجاهدین دي او دا هغه غړي دي، چې په اوسني حکومت کې ځای نه لري.

له بل لوري د ولسي جرګې بل غړی الله ګل مجاهد وايي، چې هېوادوال باید د دغه حکومت څخه په کلکه دفاع وکړي.

د حراست او ثبات شورا اوسمهال ځان د ملي وحدت حکومت تر ټولو يو قوي اپوزيسیون ګڼي، چې عبدالرب‌ الرسول سیاف، محمداسماعیل خان، یونس قانوني، عبدالهادي ارغندیوال، زلمی رسول، صادق مدبر، محمدعمر داوودزی، بسم‌الله محمدي، عبدالرحیم وردک او عبدلروف ابراهيمي د دغو شورا له پېژندونکو څېرو ګڼل کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام