طالبانو په بغلان کې د افغان امنیتي سرتېرو جنازو ادا کول حرام بللي

 

وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې تر خپلواک لاندې سیمو کې اعلان کړی دی، چې د افغانستان ساتندویانو امنیتي ځواکونو جنازو کول حرام دي او خبرداری یې ورکړی، که چا یې جنازې وکړې وبه وژل شي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی عبدالحفیظ سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وسله وال طالبان د ده، د ورور د جنازې په مراسمو کې را پیدا شول او خلکو ته یې خبرداری ورکړ، چې هیڅ د جنازې کولو اجازه نه لري.

دی وايي، طالبانو وویل، هر هغه څوک چې د طالبانو له امره سرغړاوی وکړي وبه وژل شي.

عبدالحفیظ وویل، ورو یې د جنازې له کولو پرته ښخ کړ.

نوموړي وویل، چې ورو مې د جګړې په ډګر د هېواد ساتنې په لاره کې په ګولۍ ویشتل شوی و.

عبدالحفیظ وویل، طالبان د ملي امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو جنازو کول حرام او کفري عمل بولي.

دی وايي، د سیمې دیني عالمان د خپلو ځانونو د وېرې له کبله نه شي کولی د امنیتي ځواکونو د جنازې کولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د بغلان والي ویاند محمود حقمل دغه خبر تاییدوي او وايي، چې طالبان دیني ارزښتونهو نه مني او تر خپلواک لاندې سیمو کې په خلکو هر ډول ظلم روا بولي.

د حقمل په خبره، طالبانو سږکال په بغلان ولایت کې ۱۲ جوماتونه سوزولي دي او دغه موضوع ښيي، چې دوی اسلامي مقدساتو ته درناوی نه لري.

د بغلان ولایت عالمانو شورا د طالبانو دغه کار غندي او د اسلام خلاف عمل یې بولي.

د دغې شورا رییس عبدالهادي نادم وايي، چې د افغانستان دولت انتخابي او مشروع دی او د اسلام په رڼا کې دریې ګونې قوايي فعالیت کوي.

دی وايي، چې د ملي امنیتي ځواکونو سرتېري د خلکو او هېواد ساتنې له پاره سرښندنه کوي "شهیدان" دي.

نادم وايي، د امنیتي ځواکونو د جنازو لمونځ اداکول د اسلام دین له اړ خه فرض کیفايي او روا عمل دی.

عبدالهادي نادم وویل، هر هغه ډلې او کسان چې د امنیتي ځواکونو جنازې کول حرام بولي د بهرنیو هېوادونو استازیتوب کوي او دغه ډلې د اسلام نوم بدۍ له پاره ګومارل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام