
وروسته له هغې چې امریکايي او افغان کومانډو ځواکونه د مرکزي بغلان ولسوالۍ له لویدیځو برخو ووتل؛ طالبانو بېرته ټولې سیمې ونیولې.
د بغلان ولایتي شورا مشر محمد صفدر محسني وايي، وروسته له هغې چې ځواکونو د نامعلومو دلایلو له امله سیمه خوشې کړې؛ طالبان له نښتو پرته د دې ولسوالۍ لویې برخې بېرته نیولې دي.
د پوځ کومانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم وايي، کمانډو ځواکونو د مرکزي بغلان ولسوالۍ لویه برخه له طالبانو نیولې وه؛ خو د ملياردو او پولیس ځواکونه د دغو برخو امنیت تامینولو کې پاتې راغلي.
د ده په خبره، عملیات یې پیل کړي او له طالبانو نه یې د امنیتي ځواکونو وسایط او تجهیزات بېرته ترلاسه کړي. د ده په خبره، د منګلو او علاوالدین سیمې یې هم نیولې دي او په وینا یې، دوی له سیمو وتلي خو ملياردو او پولیسو دغې سیمې ونه ساتلی شوې.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي د طالبانو لاس ته د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لویې برخې لوېدل تاییدوي او وايي، د اضافي ځواکونو او د تجهیزاتو نهشتوالی، د طالبانو لاس ته د دغو برخو د بیرته لوېدو د دې لامل شویدی.
ځايي سرچینې سلام وطندار ته وايي چې طالبانو بېرته په لرخوابیو، ششکپه، منگلو، جنديخېلو، جویکنه، کاکهمنگل، ځدراڼو، نوآباد، خلازیو، خدایدادخېلو، چهلغوري، خوستي، علاوالدین، عليخواجه، قیصرخېل، کوکچنار او نوآباد اندرابي سیمو کنټرول خپل کړیدی.
د دغو سرچینو په وینا، طالبانو نن سهار «ابقول» پُل هم په بمونو الوزولی دی.





