عبدالله: سختې ورځې په تېرېدو دي

اجرایه رییس عبدالله وايي، چې دوی په تېر یو کال کې د یو شمېر ستونزو سره سربېره لاسته راوړنې هم لري.

عبدالله نن د (سپټامبر په ۱۴مه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، ناامني پر هېواد والو تحمل شوې ده او دغه کار د دې لامل شوی، چې  راتلونکي ته ناهیلې وي.

نوموړي همدا ډول وویل، سختې ورځې تېرې شوي دي او دمګړۍ د ملي یووالي حکومت د اسانو ورځو پر لور د ګام اخیستو په حال کې دی.

له دې وړاندې داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې یو شمېر د موقت حکومت د جوړېدو په لټه کې دي.

اجرایه رییس په دې اړه ټولې خپرې شوې اوازې او ګونګسې رد کړې او زیاته یې کړه، چې په دې اړه په هېواد کې د ننه او له هېواد بهر هیڅ ډول پروګرام نه دی طرح شوی.

ده وویل، د موقت حکومت جوړول د حل لاره نه ده او یواځېنۍ حل لاره د لازیات فعالیتونه کول دي.

عبدالله ټینګار وکړ، څرنګه چې سیاسي بهیر تېرو ۱۴ کلونو کې د خلکو د رایو پر بنسټ پېل شوی وو، همداسې به دوام وکړي.

اجرایه رییس د پراختیایي بودیجې د لګښت په برخه کې نیوکه وکړه، زیاته کړه، چې په راوان کال کې تر اوسه پورې یواځې ۲۰ سنله پراختیايي پروژلې پلې شوي دي او دغه کار د خلکو له پاره د منلو وړ نه دی.

د راپورونو پر بنسټ د ملي یووالي حکومت له پېله د ۹ مالي میاشتو په تېرېدو سره په دې نه دې توانېدلی، چې پراختیايي بودیجه مصرف کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام