غلو په جوزجان کې یوه مور او زوی په چاقو وژلي

د جوزجان د پېښې انځور

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د جوزجان په سخي‌اباد سیمه کې ۳ وسله‌وال غله یو کور ته ننوتي دي چې یو زوی او مور یې وژلي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وویل، چې دا ۳ تنه غله یو استوګنیځ کور ته له ننوتلو وروسته د کور د خاوند سره په نښته اوښتي، چې په پایله کې یې د دوی له ډلې ۲ غله هم وژل شوي دي.

د غفوري پر وینا، درېیم غل چې د خپلو ۲ ملګرو له مرګه خبر شو؛ د کورنۍ دوه غړي یې په چاقو ټپيان کړل؛ خو روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه او دواړه مور او زوی مړه شول.

د ده په خبره، درېیم وسله‌وال کس نن سهار غوښتل چې وتښتي؛ خو د پولیسو له لوري ونیول شو او تحقیقات ترې روان دي.

د جوزجان د پېښې انځور

یو سړي د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته ځان ځړولی

د هرات ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام وطندار ته وویل، چې نن ګهیځ د هرات ښار څلورمې ناحیې په "غیزان چشمه نخست" سیمه کې یو سړي د چړې په ګوزار خپله مېرمن وژلې او وروسته یې ځان ځړولی دی.

ولي‌زاده وايي، د پېښې لامل تراوسه معلوم نه دی او په دې اړه پولیسو څېړنې پیل کړي دي.

د سیمې خلک وايي، دغه کس رامین نومېده او د یوې بهرنۍ موسېسې کارکوونکی و او مېرمن یې بیا په یوې دولتي ادارې کې کارکولو. خلک وايي، پېښه د کورنۍ لفظي شخړې له امله رامنځته شوې ده او یوازې دوه ماشومان ترې پاتې شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام