دفاع وزارت هره شپه تر ۶ ځانګړي شپني عملیات کوي

د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري نن (دوشنبه می ۹مه ) کابل کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سره په ګډې خبري غونډې کې وویل، افغان ځواکونه پوره چمتووالی لري، که طالبان په هرځای کې سر را پورته کړي د ولس په ملاتړ به یې نابود کړي.

وزیري په دې غونډه کې وویل، چې امنیتي ځواکونه اوسهمال هره شپه په ټول هېواد کې  له (۱ـ۶) پورې ځانګړي شپني عملیات کوي.

هغه زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې د ولس همکاري اړینه ده.

وزیري وايي، ټول هغه شپیني عملیات چې د ولس په مرسته او همکارۍ ترسره شوي، مثبته او ښه پایله یې ورکړې ده.

په همدې حال کې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې ملي پولیسو او ملي اردو په تېرو دوو میاشتو کې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درانه زیانونه اړولي او د طالبانو ځېنې مهم کسان یې وژلي دي.

صدیقي وویل، چې اوسمهال د نورو ولایتونو په پرتله هلمند تر امنیتي ګواښ لاندې دی، خو ملي پولیس او ملي اردو په دې ولایت کې ګډ عملیات کوي او ډیر ژر به وضعیت تر کنټرول لاندې راولي.

د دغو وزارتونو ویاندویانو وویل، چې د دښمن تبلیغات یې شنډ کړي.

د امنیتي وزارتونو ویاندویان په داسې حال کې د شپنیو عملیاتو د زیاتېدو خبر ورکوي، چې له دې مخکې حکومت ویلي و، چې د طالبانو د ځپلو له پاره یې د شفق په نوم عملیات پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام