.jpg)
امین د میدان وردګو د هدف شوي کاروان د پولیسو یو سرتېری و. دی د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی او ۲۲کلن و؛ یونیم کال کېده چې واده یې کړی و.
د محمد امین لومړنۍ زوی له پیدایښت وروسته مړ شو، دی او کورنۍ یې د بل اولاد له پاره هیله من وو، له بده مرغه محمد امین د خپل اولاد ژړا وانه ورېدله او د اخترې شپې او ورځې یې ګور ته یوړې.
د وژل شوي سرتېري مېرمن ۲۲ کلنه ده او د خپل خاوند د مړینې د خبر په اورېدو یې شوک پيداکړی او یوازې ژاړي. د سرتېري مور وايي، محمد امین درې میاشتې مخکې د افغان امنیتي سرتېرو له لیکو سره یوځای شوی و.
د دې سرتېري مور وايي، چې که "ولسمشر خپل زوی له لاسه ورکړی وی، بیا یې د دوی درد احساسوی شو؛ افسوس! چې زموږ درد نه شي احساسولی."
د وژل شوي امین پلار محمد نذیر د پوځ پخوانی تقاعد شوی افسر دی.
دی وايي، چې زوی یې د خپلو هېوادوالو او خاورې له ساتنې سره مینه لرله او په همدې موخه له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوی و.
.jpg)
پلار یې وايي، حکومت یې د زوی د ښخولو او د جنازې د مراسمو له پاره د یو شمېر پیسو مرسته وکړه، خو په دې سره یې زوی را ژوندی کېدی نه شي.
محمد نذیز له حکومت غواړي، چې نه باید د څو تنو د غفلت له مله د خلکو د بې ګناه بچیانو وینې تویې شي.
دی وايي، چې د حکومت مشران باید دغه ناورین ته د پای ټکی کېږدي.
د محمد نذیر د کورنۍ نور غړي هم د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري، د وژل شوي امین بل ورور د زابل په ولایت کې د پولیسو په لیکو کې دنده لري.
له میدان وردګ نه کابل ته د پولیسو په روان کاروان د طالب وسله والو برید د خلکو له لوري سخت وغندل شو.
ځېنې وايي، چې په دې پېښه کې د حکومت یو شمېر مامورینو لاس درلود.
حکومت د دغه برید د څېړلو له پاره یو کمېسیون ته د پلټنې دنده ورکړه او د لسو تنو مسوولو امنیتي چارواکو دندې یې هم وځنډولې؛ خو تر اوسه پورې د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی یوه کیسۍ پاتې ده.
پوښتنه داده، چې په افغانستان کې چې عملا جګړه موجوده ده، ولې د سرتېرو د دومره لوی کاروان د ساتلو له پاره تدابیر نه نیول کېږي؟





