د کندوز ولایت د جګړه ییزو سیمو اوسېدونکي وايي، چې امنیتي چارواکو له چورلکو په ورغورځول شویو پیغام پاڼو کې له دوی غوښتنه کړې ده، چې د ۲ ورځو په ترڅ کې خپلې مېنې پرېږدي.
کندوز ميشتي زياتوي، په دې پیغامونو کې کاږل شوي دي، چې په څو ورځو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو له پاره په سیمه کې سخت عملیات پیل کيږي.
اخوا بیا د یاد ولایت، ولایتي چارواکي وايي، چې دوی ته د رارسېدلو شمېرو له مخې نږدې ۵ زره کورنۍ د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو نه د کندوز ښارته کډه شوي دي.
د کندوز ولایت د کډوالو چارو رییس عبدالسلام هاشمي سلام وطندار سره یې په خبرو کې وویل، د کندوز ولایت د ګورتپې، علی اباد، چهاردرې، امام صاحب او قلعه ذال له ولسوالیو مرکز ته کډه شوي دي.
دی وايي، چې اوس هم په لسګونو کورنۍ هره ورځ د کندوز ښار ته راځي او له سرپناه نیولې او د ژوندانه تر لومړنیوضرورتونو او خوراکي توکو پورې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله طالبانو ترمنځ له شاوخوا لسو ورځو راهیسې نښتې رواني دي، چې تر ډېره ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت د کډوالو د رییس په وینا د مخکې پلان شویو پروګرامونو له مخې د یو شمېر مرستندویو موسسو په مرسته پرځېنو بې ځایه شویو کورنیو یوه اندازه مرستې ویشل شوي او د پاتې کورنیو سروې روانه ده .
د بې ځایه شویو کورنیو سلام وطندار سره به خبرو کې وویل، چې ډېرې را کډه شوې کورنۍ په خیمو کې استوګن شوي دي او د خوراکي توکو له سختو ستونزو سره مخ دي.
له تېرو دوو اونيو راهیسې د کندوز په بېلابېلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه دوام لري.
په دې نښتو کې د طالبانو لاس ته د ځینو سیمو د لوېدو راپورونه خپاره شول، چې د ولسي جرګې غړو هم خبر داری ورکړی وو، که چېرې د کندوز ولایت امنيتي وضعيت کنټرول نه شي، نو په ډېر لږ وخت کې به د مخالفينو په ولکه کې شي.
خو افغان امنیتي چارواکي بیا ډاډ ورکوي، چې د دغه ولایت وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.
د کندوز والي محمد عمر صافي ادعا کړې وه، چې د دغه ولایت په وروستيو جګړو کې چیچنیايي، ازبکستاني او تاجکستاني وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.
یاده دې وي، چې تر اوسه د کندوز په روانو جګړو کې له ۲۵۰ څخه زیات طالبانو او ۲۰ افغان امنیتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
باید وویل شي، چې کندوز په شمال ختیځ کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان یو له مهمو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د اقتصاد له پلوه شیرخان بندر یې د افغانستان لپاره مهمه اقتصادي سرچینه ده.





