ننګرهار کې د افغانستان له پاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید وژل شوی

د ننګرهار امنیتي چارواکی وايي، چې د افغانستان او پاکستان له پاره د داعش ډلې مشر حافظ سعید په دغه ولایت کې وژل شوی دی.

ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري تېره ورځ اچین ولسوالۍ کې خبریالانو ته د نوموړي د وژل کېدو پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د داعش ډلې دغه مشر د تېرو دوو اونیو د عملیاتو په لړ کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې نوموړی د اچین ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې له خپلو ۲۳ نورو قوماندانانو سره یو ځای وژل شوی دی.

وزیري همدا راز وویل، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې سلګونو داعش جنګیالیو ته مرګ، ژوبله اړولې او همدا راز کوټ ولسوالي یې د داعش ډلې له موجودیته پاکه کړې ده.

قهر سېلاب عملیات څه دپاسه دوه اونۍ مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د ننګرهار په کوټ، اچین، نازیان، هسکې مېنې او ورڅېرمه سیمو کې پیل شوي، چې تر دې دمه په کې کوټ ولسوالي د داعش ډلې له موجودیته پاکه شوې ده.

شاوخوا وړمه اونۍ په کوټ کې د داعش ډلې د جګړې قوماندان سعد امارتي هم د کومانډويي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام