د ۵ میاشتو په ترڅ د ترافيکي پېښو له کبله ۴۷۸ تنه وژل شوي

لاس ته راغلي شمېرې ښي، چې د روان هجري لمريز کال له پېل راهیسې ۹۵۶ ترافيکې پېښې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په لويو لارو کې شوې، چې له امله يې ۴۷۸ تنه وژل شوي او ۱۴۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو مسوولين يې عمده لامل د نقلیه وسایطو په زیات تګ راتګ او هغه موټرو چلولو کې بولي، چې د ترافيکي قوانيونو خلاف دي.  

د ترافيکو په ریاست کې د پېښو عمومي مدير عبدالطیف خېرخواه سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان ډېری سړکونه غېر معياري دي، نو ځکه د وسایطو زیات تګ راتګ له امله ترافيکې پېښې هم رامنځ ته کيږي.

عبدالطیف خېرخواه زیاتوي، چې د لویو لارو په غاړو کې د کټارو او استنادي ديوالونو نه شتون هم د ترافيکي پېښو یو لویو لاملونو ګڼل کيږي.

هغه وايي، چې د ناامنيو له وجې په لویو لارو کې ترافيکي ليکې او اشارې له منځه تللي، نو ځکه هر موټر نه شي کولی، چې قانون تطبیق کړي او د چپه کېدو لامل يې کيږي.

د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو عمومي ریاست د شمېرو له مخې په تېر لمریز کال کې ۳۲۷۷ ترافيکي پېښې ثبت شوې وې، چې له امله يې ۱۲۹۷ تنه وژل شوي او ۳۹۴۶ تنه ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتيا وزارت مسوولین بیا ويلي، چې د روان کال په لومړيو درېيو میاشتو کې ۶۰ سلنه ترافيکي پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند اسدالله مایار ویلي و، چې په تېر کال کې ۴۲۹۰ تنه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافيکي پېښو له امله وژل شوي و، چې د سږکال په لومړيو درېيو میاشتو کې بیا دغه شمېره ۶۷۲۹ تنو رسيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام