دفاع او کورنیو چارو وزارتونوخپل تدارکاتي قراردادونه خصوصي سکتور ته ورکړل

د افغانستان د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو چارواکي وايي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه یې په روان کال کې سلګونه تدارکاتي قراردادونه یې خصوصي سکتور ته ورکړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو رییس نوید احمد بخشي نن (سه شنبې) د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په غونډه کې وویل، چې دغه وزارت سږ کال د ۱۵،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۶۵۹ تدارکاتي قراردادونه له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت د تدارکاتو ریاست مرستیال جنرال غلام سخي غوڼده کې وویل، د دغه وزارت د تدارکاتو زیاته برخه توکي د کورنیو تولیداتو څخه اخیستل کېږي.

دی وايي، د ملي دفاع وزارت په ۲۰۱۵ زکال کې د ۶۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۵۰۴ قراردادونه د کورنیو تولیداتو له شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

د نوموړي پر خبره، په راتلونکي کال کې به د کورنیو شرکتونو سره د ۷۷ میلیارده افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې مرستیال نصیر احمد انصاف وايي، چې له خصوصي سکتور څخه د حکومت ملاتړ د پانګونې او د خلکو له پاره د کار موندنې زمېنه برابروي.

ده وویل، چې د کورنیو تولیداتو څخه د حکومت ملاتړ د دې لامل کېږي چې دغه کار په یو دود بدل شي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وویل، چې د کورنیو تولیداتو د ودې یواځېنۍ لاره له دغو تولیداتو ملاتړ او لګښت کول دي.

نوموړي له ټولو د کورنیو چارو، ملي د فاع او نورو حکومتي بنسټونو وغوښتل، چې کورنیو تولیداتو ته دې مخه کړي.

د کورنیو او ملي دفاع وزارتونه هر کال د تدارکاتو په برخه کې زیات شمېر قراردادونه لري، چې د قانون پر بنسټ د افغان حکومت ادارې د کورنیو تولیداتو سرچینو ته په خپلو قراردادونو کې په لومړيتوب کې ځای ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام