لښکرګاه ښار کې د کابل‌بانک مخې ته موټر بم چاودنه شوې

انځور له ټولنیزو رسنیو 

راپورونه وايي، چې د افغانستان هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې د کابل‌بانک مخې ته موټربم برید شوی او له امله يې  ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.

برید نن شاوخوا ۱۲ بجې شوی.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندارته وویل، چې برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.

انځور له ټولنیزو رسنیو 

سرچینه زیاتوي، چې برید کې  ډير د دولت هغه کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې  کابل بانک ته د خپلو تنخوا د اخیستو په موخه ورغلي وو.

د لومړنیو مالوماتو له مخې په‌دغه موټر بم برید کې د دولتي کار کوونکو ترڅنګ ګڼ ملکي وګړي هم ژوبل شوي دي.

بل خوا د هملند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندارته وویل چې برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او له ۵۰ ډیر ټپيان دي.

هغه وايي ټپيان يې روغتیايي مرکزونو ته لیږلي دي.

د پېښې عیني شاهدانو بیا سلام‌وطندار سره په خبرو کې د وژل شوو او ټپيانو شمېر له دې زیات بولي.

د افغانستان په بانکونو کې کابل‌بانک هغه بانک دی، چې د نورو په پرتله پرې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا زیات بریدونه کيږي.

د کابل‌بانک له لارې زیاترو دولتي مامورینو ته معاشونه ورکول کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام