شاپور ځدران یوې مرستندویه کرکټ لوبې له پاره انګلستان ته ولاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور چپ لاسی تېز توپ اچوونکی په یوه مرستندویه شل اوریزه کرکټ لوبه کې د ګډون په موخه نن د (سپټمبر په ۱۵مه) له کابل نه د انګلستان پر لور روان شو.

ټاکل شوې ده، درانګلستان د معیوبو عسکرو له پاره د مرستې راټولونې دغه شل اوریزه لوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ په لندن ښار کې ترسره شي.

شاپورځدران انګلستان ته له روانېدلو وړاندې سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې سیالۍ ته پوره تیاری لري او دا، چې لوبه به شل اوریزه لري وي؛ نو تمه لري، چې ښه به وځلېږي.

د نوموړي پر وینا، په سیالۍ کې له زیاترو ګډونوالو مشهور کرکټ لوبغاړو سره لوبېدلی، ورسره اشنايي لري او د هیڅ قسم فشار احساس نه کوي، بلکې په ځان ویاړي.

د تېزبالر ځدران په باور، چې په وروستیو ۲۰ ورځو کې ورسره ټرینر غازي افغان په کابل کې ډېرې هڅې وکړې، او دغه نه هېرېدونکې سیالۍ ته د روغتیا له اړخه هم پوره تیاری لري.

د یادونې وړ ده، چې شاپورځدران یادې سیالۍ له پاره د نړۍ په غوره کرکټ لوبډله کې اخیستل شوی، چې د (هیلپ فار هیروز) لوبډلې خلاف به د شاهد افریدي، انډریو سټروس، مهندرسینګ ډوهني او هرشل ګبز په څېر د مشهورو توپ وهونکو پر خلاف توپ اچونه کوي.

افریدي، انډریو سټروس، مهندرسینګ ډوهني او هرشل ګبز په څېر د مشهورو توپ وهونکو پر خلاف توپ اچونه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې دوی شاپور ځدران ته د لوبې اجازه ورکړې ده او نن د کرکټ بورډ له خوا انګلستان ته رخصت شو.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې د دغې نمایشي سیالۍ له پاره د شاپورځدران غوره کېدل، د افغانستان کرکټ، بورډ او په خپله شاپورځدران لپاره ستر ویاړ دی.

خبرپاڼې د خپل اجرایوي مشر ښاغلي ستانکزي له خولې لیکلي، باوري دي، چې افغان بالر شاپور ځدران به د مخالفې لوبډلې پر خلاف ښه لوبه وکړي.

افغان تېز توپ اچوونکی شاپورځدران وروسته له هغې د نړۍ په غوره کرکټ لوبډله کې د لوبېدو چانس ترلاسه کوي، چې روان کال یې د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب ۲۰۱۵ کال پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام او د اروپا په کوربتوب په شل اوریز کرکټ نړیوال جام ټاکنیز پړاوسیالیو پر مهال یې کرکټ کارپوهان او مینه وال ځانته په ښکلو لوبو سره ګوته په غاښ کړل.

د شاپور ځدران تر څنګ به د نړۍ په غوره لوبډله کې چې روزنه یې پخواني افریقایي اوپنر بیټسمین ګیري کرسټن په روزنه او د هندي بیټسمین سونیل ګواسکرپه منیجرۍ کې نیوزیلینډي برینډن مکولم، اسټرالوې میتیو هیډن، سویلي افریقایي ګریم سمت، سریلانکایې سنت جي سوریا، انګلستاني فوځی سټورم ګرین، نیوزیلینډې ټیم سوتي، نیوزیلینډې سکاټ سټایریس، پاکستاني عبدالرزاق، نیوزیلینډې ډنیل ویټوري او ویسټ انډیزي افسانوي کرکټر براین لارا لوبډلې ته غوره شوې دي.

دغه راز د (هیلپ فار هیروز) غوره لوبډلې له پاره هندي مهندر سینګ ډهوني، پاکستانې شاهد افریدی، سویلي افریقایي هرشل ګبز، انګلستانی انډریو سټروس، ګریم سوان، ډیرن ګف، سایمن جونز، میتیوهوګارډ او ډیرن ګف، فوځيان جیک وري او جنتن پارکر، اسټرالوې ډیمن مارټن او هندي ورینډر سیهواګ د لوبېدو له پاره غوره اخېستل شوي.

ښایي دغه د مرستې راټولونې شل اوریز کرکټ لوبه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې پیل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام